د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر ولس مچردانۍ او د ماشو ضد سپرې غواړي


په لاهور ښار کې د غوماشو ضد سپرې
په لاهور ښار کې د غوماشو ضد سپرې

فرهاد شینواری

د خیبر قبایلی سیمې د ځینو برخو اوسیدونکي وايي چې دوی ته د خیبر ایجنسۍ صحت محمکې تر دې دمه مچردانۍ نه دي ورکړې او نه هم د دوی په کلیو کې د ماشو ضد سپرې شوې ده. دوی زیاتوي د دې له امله یې په سیمه کې ملېریا او لشمېنییا ناروغي خوره شوېده او په لسګونه ماشومان یې ناروغه کړي دي.


دخیبر ایجنسۍ پیرو خیلو سیمې یو اوسیدونکی محمد نواز شپږ کلنې لور ته هم ملېریا ناروغي لګیدلې ده، چې د ایجنسۍ مرکزي روغتون کې درملنه کېږي.

نوموړي مشال ریډيو ته وویل: (( نه خو یې په سیمه کې سپرې شوې او نه هم مچردانۍ ورکړل شوېدي، په سیمه کې مو زیاتره ماشومانو ته دغه ناروغي لګیدلې ده او موږ یې ستونزو ته مخامخ کړي یو))

د خیبر شیخ ملخیلو سیمې یو اوسیدونکی محمد رفیق اووه کلن زوی ته د ماشي چیچلو له وجې لشمېنییا ناروغي لګیدلې ده: ((زما زوی ته اوس ډیر تکلیف دی،او باید حکومتي چارواکی دلته د ماشو ضد سپرې وکړي او موږ ته مچر دانۍ راکړي چې دغه ناروغي کنټرول شی))

د خیبر ایجنسۍ د صحت محکمې مشر سرجن ډاکټر ثمین د خلکو د غوښتنو په ځواب کې مشال راډيو ته وویل: (( د خیبر په ځينو لرې پرتو سیمو کې مو دغه مچردانۍ ویشلي دي او سپرې مو هم کړې ده خو چې کومې سیمې یې پاتې دي هلته به هم ولس ته مچر دانۍ ورکوو او د دې له پاره مو اسلام آباد ته یو لیک استولی دی او ژر به ګڼ شمېر مچردانې راشی،او ځایې ولسو ته به یې ورکړو، له تېرو څو ورځو راهیسې زموږ د سپرې کولو ګاډی خراب شوی ووخو اوس مو ټیک کړی دی او په جمرود کې مو سپرې پېل کړې او ډير زر به په لنډي کوتل او له دې سره اړوندو سیمو کې هم د ماشو ضد دغه سپرې وکړو))

د خیبر قبایلي سیمې اوسیدونکي وايي چې باید د صحت محکمې چارواکي په دې سیمه کې د ملیریا او لشمېنییا ناروغیو د مخنیوي له پاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG