د جوزجان چارواکي وایي نن د دوشنبې پر غرمه د دغه ولایت د والي پر کور د جنرال دوستم شخصي ملیشو وسله وال برید وکړو چې ورسره د والي د ساتونکو او بریدګرو تر منځ نښته را منځ ته شوه.
د جوزجان والي محمد عالم ساعي خبریالانو ته وویل، چې د دې حملې علت تر اوسه نه دی څرګند، خو په وینا یې په ځوابي ډزو کې یو شمیر بریدګر ټپیان شوي دي.
والي ساعي زیاته کړه چې په ورته وخت کې د جنرال دوستم شخصي ملیشو د ملي امنیت پر ریاست هم حمله کړې.
چارواکي وایي اوس مهال د ملي اردو ځواکونه په ښار کې د امنیت لپاره ګمالر شوي دي.