د لاسرسي ځای

نجیب الله الوخیل

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د نوموړي ولایت امنیتي ارګانونو دتیرې یوې اوونۍ په موده کې د بیلابیلو پوځي عملیاتو پر مهال دیارلس تنه د وسلوالو مخالفینو سره د تړاو په تور نیولي او د تحقیقاتو لپاره يې عدلي او قضايي ادارو ته ورپیژندلي دي، همدارنګه دوه تنه وسلوال مخالفین، له افغان ځواکونو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي دي.


د خوست ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته د یادو نیونو په اړه وویل، چې په نیول شویو کسانو کې څلور تنه هغه کسان هم دي، چې غوښتل يې د ځانمرګي بریدونو د روزنې له پاره د پولي اخوا ولاړ شي، چې د خوست د ملي امنیت ادرې له خوا د پولي په اوږدو کې نیول شوي او په لومړینو پلټنو کې يې خپل جرمونه ومنل.

((تاسو پوهیږئ چې په خوست کې د ډاډمن امنیت لپاره ټول میشت کشفي او پوځي ارګانونه هڅه کوي، چې د ګډو پلانونو پر اساس عملیات تر سره کړي، بیا هم د تیر په څیر په تیره شوې اونۍ کې زموږ امنیتي ارګانونو په بیلابیلو سیمو کې عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې يې د ملي امنیت منسوبینو ته یوولس کسان په لاس ورغلي، چې په دې کې څلور تنه هغه کسان هم وو چې غوښتل يې د ځانمرګي بریدونو روزنه واخلي.))

مبارز محمد ځدراڼ زیاتوي، چې په خوست کې د ملي اردو د لومړی لوا منسوبینو هم یو شمیر ماین ښخوونکي او وسلوال برید ګر نیولي او یا يې له منځه وړي دي:

((د ملي اردو ځواکونو په صبریو ولسوالۍ کې عملیات کړي، چې په نتیجه کې يې دوه تنه هغه کسان نیولي چې غوښتل یې د لویو لارو په اوږدو کې ماینونه ځای پر ځای کړي، دپکتیا ولایت د وزې په ولسوالۍ کې هم د ملي اردو منسوبینو ته کمین نیول شوی وو، چې د کمین په ترڅ کې په خپل وسلوالو ته د سر زیان اوښتی او د دوو تنو وژل شویو وسلوالو جسدونه د نښتې په سیمه کې پاتې شوي دي.))

په خوست کې د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو او د وسلوالو د نیول کیدو په اړه کومې وسلوالې ډلې څه نه دي ویلي.

د خوست ولایت چارواکي داسې مهال په امنیتي ډګر کې د لاسته راوړنو ادعا کوي، چې ټاکل شوې په راتلونکو دوو ورځو کې د افغانستان کورنیو امنیتي ځواکونو ته د واک د انتقال د پروسې پینځمه مرحله پيل شي، د پوځي چارو کارپوهان د امنیتي مسوولیتونو د انتقال پنځم بهیر له دې کبله حساس بولي، چې په دې کې د کندهار، ننګرهار، پکتیکا او خوست ولایتونو ډیری امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل کیږي.
XS
SM
MD
LG