د لاسرسي ځای


پراګ - په داسې حال کې چې ساينس او ټيکنالوجۍ په دې وروستيو کالونو کې خورا زيات پرمختګ کړی خو پښتانه چې پر خاوره يې نا امني ده، له وجې یې مجبور شوي چې د رزق او ښه ژوند په لټه کې پرديو هیوادونو ته هجرت وکړي.


داسې اندېښنې موجودې دي چې ګنې د پښتنو ځوان کهول به له خپل کلتور څخه لرې پاتې شي.

د پېښور په اسلاميه کالج پوهنتون کې د پښتو ژبې استاد او نوميالی شاعر اباسين يوسفزی وايي چې يو شمېر داخلي او خارجي کړۍ هڅې کوي پښتانه ځوانان له خپل کلتور څخه لرې کړي.

د نوموړي په اند، که پښتانه ځوانان په انټرنيټ او موبايل ټيليفونونو کې خپلې ژبې کارولو ته مخه کړي نو و به کولای شي د دغو ناوړه دسيسو مخ ونيسي:

((زموږ کلچر ته او زموږ تاريخ ته، ډېر غله ناست دي او کوشش کوي چې دا ځلمي ترې لرې باسي. د پښتنو چون خپل وطن نشته، نو ځکه دوئ په ډېرو څيزونو کې بې اختياره دي. بدبختي دا ده چې زموږ کوم ثقافت، کوم تاريخ او کومه ورثه موجوده ده، نو د هغې د خونديتوب له پاره نه په پاکستان او نه هم په افغانستان کې په باقاعده توګه څه کار کيږي. که چيرې پښتنو د نوي دور له تقاضو سره سم مزل و نه کړو او په موبايل ټيليفونونو او انټرنيټ کې يې پښتو او پښتونولي ته ځای ور نه کړ، نو ممکنه نه ده چې دغه څيزونه په پښتنو ماشومانو کې مقبوليت ومومي.))


د جمات استاد عرب دی، په مکتب کې ډيلي وال دی --- يو استاد راله پيدا کړئ، خو پښتون راله پيدا کړئ

د خيبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې د شا منصور کلي يو پېژندل شوی شاعر او ليکوال نورالامين يوسفزی، چې د يادې صوبې د سکولونو له پاره د تعليمي نصاب جوړولو د کمېټې غړی هم پاتې شوی، وايي، هڅه يې کړې، پښتانه ماشومان له خپلو اتلانو او کلتوري ورثو خبر کړي.

((پښتنو شاعرانو او اديبانو د نن نه تقريباً ۵۰ کالونه مخکې دا خبره درک کړې وه او هم ځکه سيف الرحمان سليم دا شعر وويلو چې:
د جمات استاد عرب دی، په مکتب کې ډيلي وال دی
يو استاد راله پيدا کړئ، خو پښتون راله پيدا کړئ

زما په فکر د نصاب ډېر لوی اهميت وي. سړی خپل بچي ته د خپل پرون، نن او سبا په اړه مالومات ورکوي، خو په داسې ډول چې هغه له خپلو جرړو کټ نه شي. اوس چې موږ کوم لازمي نصاب جوړ کړ، چې لا هم په سکولونو کې نافذ شوی نه دی، زموږ کمېټې دا کوشش وکړ چې خپل ماشوم له خپلو جرړو سره هم اشنا کړو او له معروضي حالاتو سره سم، په ژوند يې هم پوه کړو.))

پښتون به خامخا مسلمان وي او ډېر ښه (بيلنسډ) مسلمان وي.


نورالامين يوسفزی د پام وړ شمېر پښتنو په عربي هېوادونو کې د مسافرو موضوع ته په اشارې وايي چې دغه پښتانه خپلو کورونو او ټولنې ته د عربي ژبې او کلتور اغېزې راوړي.

((څوک د پښتون نه امريکايي، څوک عرب او څوک هم ازبک جوړوي.حال دا چې پښتانه له خيره ښه ټيک ټاک قوم دی، ښه صحيح مسلمانان هم دي او خپل کلتور، خپل مقدسات، روايات، خپل هجره جمات، هر څه لري. ما هغه بله ورځ د عربي اماراتو نه راغلي له يوه ملګري سره خبرې کولې نو راته يې وويل، مشکله نه ده. زه پرې پوه شوم چې ده خو د عربي ژبې هغه جمله وويله چې وايي، ما في مشکل. کله چې د يوې ژبې د پالنې له پاره زمه دار خلک وي، ادارې وي، نو بيا د نورو قومونو د ژبو ټکي ډېر په طريقه د ځايي ژبې برخه جوړيږي. خو کله چې يو قوم ډېر ځايه تقسيم وي او هر څه يې وران ويجاړ وي، جنګونه پرې هم کيږي او ژبې ته يې بيا دوزخي ژبه هم ويلی شي، نو دا ټول څيزونه هرو مرو خپلې اغېزې لري.))

په پېښور کې شاعر او پر کلتوري چارو نظر لرونکی اباسين يوسفزی بيا پر پښتنو ځوانانو د تبليغي جمات د افکارو او نظريو تاثير ته هم ګوته نيسي چې وايي، په ترڅ کې يې د پښتني کلتور ارزښت له پامه غورځول کيږي.

((په تعليم يافته ځوانانو کې د تبليغ جراثيم تر کافي حده پورې موجود دي. هغوئ عموماًً همدا وايي چې مسلماني ده او پښتو مښتو به نه ټسی. حالانکې پښتون به خامخا مسلمان وي او ډېر ښه (بيلنسډ) مسلمان وي. پښتانه ډېر سيکولر رنګ لري. د خپل ځان هم خيال ساتي، د خپلې ټولنې او خپلې طبقې هم خيال ساتي. اصل لاره دا ده چې خپل ثقافت او تاريخ هم هېر نه کړای شي او خپل مذهب هم مخ پر وړاندې بوتلای شي.))

د يادو دواړو ښاغليو شاعرانو او ليکوالانو له وينا سره سم، د پښتنو ځوان کهول بايد داسې وروزل شي چې د نړۍ له پرمختلليو قامونو سره په زغل کې ترې خپل سپېڅلي کلتوري او تهذيبي ارزښتونه هېر نه شي.
XS
SM
MD
LG