د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت باید د وسله والو پر سیاسي څانګو هم بندیز ولګوي



پراګ - د بلوچستان په سرښار کوټه کې د خالي په ورځ د سردار بهادر خان پوهنتون په بس کې د بمي چاودنې او وروسته په بولان میډیکل کمپلېکس په بمي چاودنو کې د ۱۴ نجونو زده کوونکو په شمول یو شمېر خلک ووژل شول.


د دغه برید پړه وسلوالې ډلې لشکر جنګوي منلې ده.

د بلوچستان د واکمن نیشنل پارټۍ مرستیال مشر ډاکټر جهانزیب جمالدینې وایي، په هیواد کې داسې وسله والې ډلې شته چې فرقه ییزې نښتې او په سیمه کې د بې ګناه خلکو د وژنې له لارې خپل مقاصد پوره کول غواړي:

((د کوټې غوندې وړوکې ښار کې د چا پټېدل ګرانه نه ده. ټول خبر دي، ادارو ته هم مالومه ده، دلته که چاته په غوږ کې پټه خبره هم وکړې نو پته یې ولګي، نو بیا ولې د داسې ډلو هیڅ پته نه لګېږي. یو خو دلته د ایران او سعودي عرب پراکسي جنګ هم روان دی، او دا ټولې خبرې په موږ تپل شوې دي. بیا دلته د یوې ټولنې خلاف جنګ کول، په دوی بمي حملې کول، دا اوس په نجونو حمله او تر دې مخکې د پر عبادت ځایونو هم داسې بریدونه شوي دي. نو چې اوس زموږ بچیانې نه وي محفوظه نو زموږ به څه مستقبل وي؟؟))

په کوټه کې د خالي د ورځې په بمي حملو کې د دغه ښار مرستیال کمېشنر عبدالصبور کاکړ هم ووژل شو.

د کوټې خبریال شهزاده ذوالفقار وایي، دا یوه تر ټولو بده پيښه ده، چې یوه وسله واله ډله په نجونو بمي حمله کوي، او بیا په دغه برید کې د وژل شویو نجونو بدنونه داسې سوځېدلي چې شناخت یي هم نه کېږي.

شهزاده ذوالفقار وایي، دا تشدد له ډېر وخته روان دی، او باید د دې د مخنیوي له پاره حکومت او خلک یو ځای کار وکړي:

((تر ټولو اول باید حکومت د دوی په سیاسي څانګو بندیز ولګوي، د دوی خلاف عملیات وکړي، او پلټنې یې وکړي. د پریس کلب مخې هم د دغه ډلو سیاسي څانګې مظاهره کوي، د خلکو مخونه پټ وي، دا چېرې شوي چې په پټ مخ څوک احتجاج کوي؟ په دې کې ضرور څه شته، باید د دوی هغه ډلې ونیول شي چې خبریالانو او ورځپاڼو ته د خپلې خوښې د خبرونو خپرولو په اړه دړکې ورکوي، او باید ټول سیاسي ګوندونه هم اوس راپاڅي او د دې خلاف په نړیوال کچ کار وکړي، پر خلکو یوازې په دې حمله کول چې د دوی تعلق له یوې خاصې فرقې سره دی، زموږ له دې سره څه کار دی! دا ټول انسانان دي.))

د بلوچستان نیشنل ګوند مرستیال مشر جمالدیني وایي، باید امنیتی ادارې د حکومت تر کنټرول لاندې کار وکړي، او د داسې پېښو د مخنیوې له پاره کار وکړي.


دی وایي: ((ګورئ د پاکستان په معیار او نړیوال معیار کې فرق دی، په نورو هیوادونو کې چې کله هم حکومت بدلېږي، نو ټولې سرکاري چې په کې امنیتي ادارې هم شاملې دي، د حکومت تر کنټرول لاندې کار کوي. که چېرې زموږ په وطن کې د پريښتو حکومت هم راشې، بیا هم اصل واک به له دغه ادارو سره وي، له حکومت سره هیڅ اختیار نه وي، نه څوک نیولای شي. له دې بچ کېدل ډېر ګران دي. او دا اوس ټولو ته مالومه ده، داسې نه ده چې ګنې چا ته پته نه شته.))

په بلوچستان او د پاکستان په مختلفو سیمو کې تر دې مخکې هم په فرقه ییزو نښتو کې یو شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبریال شهزاده ذوالفقار وایي، باید حکومت او خلک د هغه سوچ او فکر خلاف کار وکړي چې په ټولنه کې نفرت او تشدد خپروي.
XS
SM
MD
LG