د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ترهګرۍ زیانونو ذمه وار څوک دی؟




پراګ - د پاکستان د حکومتي چاروواکو د وينا تر مخه، په تېرو څو کالونو کی د دغه هيواد په بېلا بېلو برخو کی په ترهګرو پېښو کی څه د پاسه ۴۵ زره کسان وژل شوي او څه د پاسه ۸۵ اربه ډالره مالي زيان شوي دي ، خو پوښتنه دا ده چې د يوه رياست په توګه د دغو زیانونو ذمه وار ايا هغه استخباراتي او امنيتي ادارې دي چې د ولس او د هيواد د بنيادی ډانچې د خونديتوب دنده لري او که نا د دغه هيواد سیاسي حکو متي ادارې چې د حکومتي تګلارو جوړولو ذمه وارې دي؟


د دې پوښتنی په ځواب کی د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال طلعت مسعود وايي:

(( زما په فکر د دې نا کامۍ ذمه واري بايد د استخباراتي او امنيتي ادارو تر څنګ د سیاسي مشرتابه تر منځ ووېشل شي. ځکه چې دا مهال پاکستان له ګڼ شمېر او ګڼ اړخيزه ستونزو او ګواښ سره مخامخ دي، او د دې د مخنيوي له پاره ښه حکومت داري، ښه استخبارات او ډېرې ښې امنيتي ادارې ضرورت لري، ځکه چې د ترهګرۍ د مخنيوي له پاره هم د ښې تګلارې ضرورت دی، د ياغيتوب د مخنیوي له پاره هم او د دغه هيواد پولي هم حفاظت ته اړتيا لري.))

خو د پاکستان د استخباراتي اداري آی ایس اي پخوانی بريګيډییر اسد منیر وايي، په ۲۰۰۲م کال کې د پرويز مشرف په مشرۍ کې پوځي حکومت که هغه وخت د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه پورته کړي وای، نو د ده په نظر امنيتي صورتحال به اوس ډېر ښه وو ، خو د ترهګرو پر ضد د يوې پیاوړې تګلاري نه جوړولو ذمه واري که يو خوا د استخباراتي او امنيتي ادارو ده نو بل خوا سیاسی ادارې هم د دې ذمه وارې دي:

په اسلام آباد کې د دفاعي چارو پوهه ډاکتره عایشه صدیقه وايي، دا مهال د پاکستان دفاعي بجټ څه د پاسه ۵۰۰ اربه روپۍ دی او په دغه کې نيمه برخه یانې ۲۵۰ سوه اربه روپۍ، استخباراتي ادارو ته ورکول کېږي.

خو پوښتنه دا ده چې د پاکستان د ولس د مالیو یا ټیکسونو دغه پیسې چې په دې ادارو لګول کېږي، آیا هغوی خپلې ذمه وارۍ تر سره کوي؟ همدا راز، د دغو ادارو جوړښت څنګه دی؟

عایشه صديقه د دې پوښتنې په ځواب کې وايي:

(( ګوره د دغو استخباراتي ادارو جوړښت داسې دی چې د پولیسو اداره ده، بيا انټیلي جنس بیورو ده، د پوځ تر واک لاندې مېلېټري انټیلي جنس ده، سي آی ډي هم ده او له دې علاوه نورې یو شمېر وړې، وړې استخباراتي ادارې هم شته. خو خبره دا ده چې هغه ګڼ اړخیزه تګلاره جوړول چې څوک به نيسې او څوک به پرېږدې ، هغه د هر چا خپله خپله ده، اوس ګوره پنجاب او سېند صوبه ټوله له جهادیانو ډکه ده، خو د دې ټولې ډرامې ښکلا دا ده، چې د دې پلاټونه او کردارونه یې دومره مبهم جوړ کړي دي چې ښکاري داسې چی د دې هډو انجام نه شته، ))

عايشه صديقه وايي، د رياست تصور تر هغې پس د ولس په ذهنونو کی پیاوړی کېږي چې ورته د خپلو ستونزو د حل لاره څرګنده شي، او د دې له پاره ضروري ده چې د رياست ټولې امنيتي او سیاسي ادارې يوه تګلاره خپله کړي.
XS
SM
MD
LG