د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران: له نوي (منځلاري) ولسمشره د ستونزو هواري هیلې


په ایران کې ولس د روحاني بریا لمانځي
په ایران کې ولس د روحاني بریا لمانځي
ژباړه: فرخنده وزیر

د مشال راډیو خبرونو مرکزي څانګه لیکي، په ایران کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د حسن روحاني کامیابۍ ته خلک ډېر خوشاله دي.


هغه په موجوه وخت کې د ایران له پاره یو منځ لارې مشر ګڼل کېږي، او په راتلونکي وخت کې د یو شمېر مسلو لکه د ګرانۍ، بې روزګارۍ، او د نړۍ له خوا د بندیزونو سره مخامخ دی.

روحاني چې د دغه هیواد د پارلېمان پخوانی غړی، او اټومي وسلو په اړه د خبرو اترو سلاکار هم پاتې شوی دی، په موجوده وخت کې تر ټولو منځ لاری مشر دی، او ځکه خلکو هم خوښ کړ ځکه چې د ایران ولس بدلون او په نظام کې پرمختګ ته لیواله دي.

د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې څه نا څه ۵۱ فیصده خلکو د د ۶۴ کالن روحاني په حق کې رایې واچولې.

ایران دا وخت له اقتصادی مشکلاتو سره مخامخ دی، او دا به د روحاني له پاره یو چیلنج (ننګونه) وي، چې تر ټولو مخکې د خپل هیواد په خراب اقتصادي حالت کار وکړي. خو بله خوا ځینې څېړونکي، لکه کریم سجده پور وایي، هغه به په ایراني نظام کې ډېر محدوده بدلونونه راولي.

د مشال راډیو خبرونو له ایرانۍ څانګې سره په خبرو کې سجده پور دا هم وویل، په تېرو اتو کالونو کې په ایران کې توندلاری فکر زیات خپور شوی، او د روحاني له راتګه هیله ده، چې حالات به ښه شي، خو بدلون دومره ژر نه شي راتللای.

د سیاسي چارو پوه علي رضا نادر وایي، ایراني ولس په موجوده کاندیدانو کې تر ټولو زیات معتدله کس ته رایه ورکړې، خو اوس پوښتنه دا ده، چې ایران به له نړۍ سره د خپل لانجمن اټومي پروګرام په اړه روانه مسله تر څومره حده پورې حل کړي.

رضا نادر وایي دا به وروسته پته لګي چې د ایران نورې ادارې د ووټونو نتیجو ته څنګه ګوري.

په تهران کې یوه ښځه ووټ اچوونکې د مشال راډیو ایران څانګې ته وایي، روحاني ته د رایې ورکولو مطلب دا دی چې دوی توندروي نه غواړي.

دا ښځه چې نوم یې نه دی ښودل شوی زیاتوي، له دې سره به په ایران کې یو منځ لاری حکومت راشي چې د خلکو مسلې حل کړي، له غرب سره تعلقات ښه کړي، او د ایران ولس په یو ازاد ماحول کې سا واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG