د لاسرسي ځای

تازه خبر

که پاکستان کې ترهګر نه وي، ډرون حملې به هم نه وي


سرچینه: ډان ورځپاڼه
لیکواله: عاصمه جهانګیر
ژباړه: هارون باچا

له پاکستانه خپرېدونکې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ( ډان) پر ووبپاڼه د پاکستان د وتلې وکيلې او د بشري حقونو د فعالې عاصمه جهانګير ليکنه خپره شوې ده.


په ليکنه کې راغلي، د پاکستان حکومت د دې هېواد پر خاوره امريکايي ډرون بريدونه کېدل د خپل ځمکني حاکميت پر ضد يو ګام بولي، خو په قبايلي سيمو کې د ترهګرو پر موجوديت يې سترګې پټې کړې دي.

په ليکنه کې ويل شوي، په ځانګړې توګه په شمالي وزيرستان کې موجودو غير ملکيو ترهګرو کړيو د پاکستان خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

مېرمن جهانګير ليکي، ډرون حملې خونړۍ او د نړيوال قانون پر ضد دي او په اړه يې د پاکستان احتجاج پر ځای دی، خو زياتوي چې د پاکستان له دې تګ لارې انګېرل کېږي چې که له يوې خوا دغه هېواد خپل وګړي له ډرون بريدونو څخه د بچ کولو هڅې کوي، نو له بلې خوا د هغه ترهګرو پر ضد اقدام کولو ته تيار نه دی چې يو ګن شمېر پاکستانيان يې وژلي، ان دا چې له ځينو يې سرونه پرې کړي دي.

په ليکنه کې وړاندې ويل شوي، د پاکستان حکومت مدام په دغه هېواد کې د کېدونکې ترهګرۍ پر وړاندې له زغم څخه کار اخيستی دی.

د پاکستانيو ځوانانو سختدریځه يا رېډيکل کېدل د ۱۹۸۰ مې لسيزې په کالونو کې پيل شول چې لا هم دغه عمل دوام لري.

د بهرنيو جګړه مارو د پاکستان په قبايلي سيمو کې ځای پر ځای کېدل دغلته د ډرون بريدونو له کېدلو مخکې پیل شول.

په ملاکنډ ډويژن کې د فضل الله او د وسله والو ملګرو لخوا يې پر عامو خلکو د ظلم زياتي تړاو هم له ډرون بريدونو سره نه وو او دا چې په تېرو وختونو کې په پاکستان کې فرقه يي شخړې هم سېوا شوې دي.

ليکنه کاږي، د تېرو څو کالونو له تحقيق او د ډرون بريدونو پر ضد د خپلواکه متخصصينو او بشري حقونو د فعالانو له مبارزې وروسته د امريکا ولسمشر براک اوباما ومنله چې ډرون ټيکنالوجي کارول ښايي کومه عقلمندانه او له اخلاقي پلوه درسته پرېکړه نه وي. نوموړي بيا هم ټينګار وکړ چې ډرون بريدونه کول قانوني جواز لري.

مېرمن جهانګير په خپله ليکنه کې زياتوي، دا يوه غولونکې نظريه ده چې ګنې ډرون الوتکه خپل هدف نه خطا کوي. د نوموړې په اند، دا امکان هر وخت موجود وي چې د ډرون بريد له پاره تر لاسه شوي استخباراتي مالومات دې د باور وړ نه وي.

په ليکنه کې د يو ډرون بريد په نتيجه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه د مالوماتو نه خپرولو موضوع هم راخيستل شوې چې وايي، پر پاکستان شا و خوا ۳۵۰ ډرون بريدونه شوي دي، خو په ترځ کې يې د اوښتو تلفاتو په اړه کره رسمي مالومات نه دي ورکړل شوي.

ليکنه دغه راز زياتوي، پاکستان په داسې يو حالت کې نه دی چې وکولای شي ډرون الوتکې راوغورځوي. نوموړې ليکواله د پاکستان حکومت ته وړانديز کوي چې د ډرون بريدونو پر ضد خپل د اعتراض غږ ملګرو ملتونو ته ورسوي او هغه نړيوالې ادارې له ځانه سره ملګرې کړي چې د ډرون بريدونو خلاف يې کمپاين پيل کړی دی.

په ليکنه کې د پاکستان حکومت ته دا هم ويل شوي چې د خپل ځمکني حاکميت د بشپړتيا يقيني کولو له پاره بايد په دغه هېواد کې د موجودو بهرنيو ترهګرو پر ضد کوټلی اقدام وکړي.
XS
SM
MD
LG