د لاسرسي ځای

دیني عالمانو او د حقونو فعالانو پر نجونو برید غندلی


د کوټې د ښځینه پوهنتون د زده کوونکو مړي چې د خالي پر ورځ په چاودنه کې ووژل شوې.

د کوټې د ښځینه پوهنتون د زده کوونکو مړي چې د خالي پر ورځ په چاودنه کې ووژل شوې.


کراچۍ - په کوټه کې د خالي پر ورځ د نا امنۍ د پېښو په ترځ کې د نجونو د پوهنتون پر یوه بس حمله وشوه.


بېلا بېلو مذهبي ډلو او د بشري حقونو تنظیمونو د دغې پېښې غندنه کړې ده .

دیني عالمانو، سیاسي مشرانو، دانشورانو او د بشري حقونو استازو د خالي پر ورځ په کوټه کې د ښځینه زده کوونکو په بس شوې چاودنه او په همدې صوبه کې د نا امنۍ نورې پېښې غندلې دي.

د ښځو د حقونو له پاره د کارکوونکي تنظیم عورت فاونډیشن چارواکو ویلي په دې وروستیو کې په پاکستان په ښځو په ترسره کېدونکو ظلمونو کې ورځ تر ورځه زیاتوالی راځي.

د یاد تنظیم د کراچۍ څانګې مشرې مهناز رحمان مشال راډیو ته ویلي چې په کوټه کې د ښځینه زده کوونکو پر بس حمله د سخت دریځو له خوا پر ښځو د ترسره کېدونکو حملو د لړۍ برخه ده:

((په بلوچستان کې د ښځو په اړه موږ کله هم دا سوچ نه وو کړی چې هلته به ښځې په نښه کېږي. په دې صوبه کې له یوې مودې راهیسې د نا امنۍ پېښې روانې دي، خو دا بل رنګ لري. د هغه ځای خلک د خپلو شکایتونو او حقونو د غوښتلو په سر له حکومت سره ستونزې لري، دا چې هلته پرون زده کوونکې ښځې په نښه شوې دا د هغو خلکو کار دی چې ملاله یوسفزۍ یې په نښه کړې وه. دا هغه خلک دي چې له علمه کرکه لري او نه غواړي چې د پاکستان نجونه زده کړې وکړي.))

د مهناز رحمان په خبره خلک د تعلیم له لارې سپوږمۍ او مریخ ته وختل او په پاکستان کې اوس هم پر تعلیمي ادارو او په دغو ادارو کې پر لوستونکو حملې کېږي.

د هغې په خبره، د کوټې د پېښې چې څومره هم غندنه وشي کمه ده .
دیني عالم او د کراچۍ د جامعه ستاریه مهتمم مولانا عبدالخالق اپریدي مشال راډیو ته ویلي دي چې علم حاصلول هم جهاد دی او د اسلام د سپېڅلي دین هیڅ یو مسلک او په نورو اسماني مذهبونو کې چاته د دې اجازه نه شته چې ښځې په نښه کړي:

((دا غیر اسلامي،غیر شرعي او غیر اخلاقي کار دی. د اسلام د مقدس دین له مخې د یو انسان وژل د ټول انسانیت وژنه ده .په کار ده چې اوسنی پارلېمېنټ داسې قانون سازي وکړي چې له وجې یې د داسې واقعاتو مخه ونیول شي.))

د مولانا عبدالخالق په خبره د اسلام په ګډون هیڅ اسماني مذهب د دې اجازه هم چا ته نه ورکوي چې یو سړی دی د کور څه د محرم یا د محرم پرته وتلې ښځې باندې حمله وکړي او د هغې ځان او مال ته زیان واړوي.

XS
SM
MD
LG