د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (پښتونخوا حکومت او د خبریالانو اندېښنې)


د سندرو امېل پاڼې ته ښه راغلاست.


په نننۍ خپرونه کې د دوو خبریالانو په هغو اندېښنو غږېږو چې د خیبر پښتونخوا د نوي حکومت د فرهنګي (یا کلتوري) تګلارې په اړه یې لري.

دا دواړه خبریالان د پښتني کلتور او موسیقۍ پرمختګ له پاره کار کوي.

په پېښور کې د کلچرل جرنلسټس (فرهنګپاله خبریالان) په نوم ټولنې یو مشر احتشام طورو وايي، د پښتونخوا نوي حکومت فرهنګي تګلارې په اړه لا واضح مالومات نه شته خو دوی اندېښمن دي چې د صوبې اېتلافي حکومت (چې جماعت اسلامي) په کې شامل دی کېدای شي بیا د نشتر هال ور وتړي او پر کلتوري هلو ځلو بندیز ولګوي.

روښان یوسفزی چې له کالونو راهیسې په کلتوري موضوعاتو رپورټونه جوړوي او مقالې لیکي وايي، د پښتونخوا د ثقافت وزارت ته یې په یوه لیکنه کې وړاندیزونه هم کړي دي.

د ده په خبره، د عوامي نیشنل ګوند حکومت د متحده مجلس عمل د حکومت هغه تګلاره بدله کړه چې د پښتنو کلتوري هلې ځلې یې د جمود ښکار کړې وې.

په خپرونه کې د تحریک انصاف ګوند یوه مشر څرګندونې هم اورئ چې وايي، د صوبې ريښتوني کلتوري ارزښتونو (اقدارو) ته به وده ورکوي او خوندي به يې ساتي.

په خپرونه کې سندرې هم در خپروو.

د سندرو امېل د غږ په ځای کې واورئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG