د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه چاودنې او نښتې: د وژل شویو شمېر له ۲۰ زیات


بارکوال میاخېل او خدای نور ناصر

کوټه - د شنبې پر ماسپښین د کوټې ښار په لوېديځه برخه کې د بهادرخان ښځينه پوهنتون د محصلينو پر بس باندې بمي بريد شوى چي تر اوسه پورې پکې يوولس نجونې وژل شوي او شاوخوا شل نجونې پکې ټپي شوې دي.


کله چي ټپيان بي ايم سي روغتون ته وړل شوي، هلته دويمه چاودنه او د وسله والو له خوا ډزې شوې دي، چي د کوټې د مرستيال کمشنر عبدالصبور کاکړ په شمول د وژل شويو کسانو شمېر ۱۸ تنو ته رسېدلى.

د شنبې په ماسپښين د پاکستان پر وخت د درېوو بجو په شاوخوا کې د کوټې ښار په لوېديځ کې د سردار بهادرخان ښځينه پوهنتون محصلانې له پوهنتونه تر رخصتۍ وروسته په بس کې خپلو کورونو ته ستنېدلې چي په بس کې يې چاودنه وشوه او لسګونو نجونو ته يې مرګ ژوبله واړوله. د کوټې د پوليسو مشر ميرزبير محمود تر چاودنې وروسته رسنيو ته وويل چي بم د محصلينو نجونو په بس کې دننه ايښول شوى او چاودل شوى دى چي له امله يې بس په بشپړه توګه تباه شوى دى:

((دا يو داسې عمل دى چي بېګناه او معصوم انسانان او بيا ښځې او نجونې پکې و وژل شوې، دا خو نه په اسلامي روايتونو کې او نه زموږ د بلوچستان په دودونو کې شته چي پر محصلينو دي بريد وشي، دا خو بېخي بې ضرور او معصومه دي، که موږ په ګډه د ترهګرۍ په خلاف ونه جنګېږو، نو مالومه نه ده سبا د چا لور، د چا زوى او څوک پخپله د ترهګرۍ هدف وګرځي))

په چاودنې کې وژل شوې او ټپي نجونې سمدستي د پېښې ځاى ته نيژدې د بي ايم سي روغتون ته راوړل شوې او ورسره سم د چاودنې د قربانيانو قهرجن خپلوان هم را ورسېدل، په همدې حال کې د روغتون د حادثاتو څانګې ته مخامخ يوه بله چاودنه وشوه او ډزې پيل شوې چي په نتيجه کې يې ډېر کسان ټپيان شول. د کوټې د کمشنر مرستيال عبدالمنصور کاکړ هم په دغو ډزو کې سخت ټپي شو او د ټپونو له امله يې ساه ورکړه او يو بل لوړپوړى چارواکى انور علي هم ټپي شوى دى.

ځيني عيني شاهدين وايي وسلوال د روغتون بام ته ختلي وو او له هغه ځايه يې ډزې کولې، د پوليسو مشر مشر زبيرمحمود وايي په روغتون کې تر چاودنې او ډزو سمدستي وروسته يې په روغتون او نيژدې سيمه کې د وسلوالو په خلاف عمليات پيل کړي دي چي ګڼ شمېر پوليس عسکر او ملېشه سرتېري پکې برخه لري.

په روغتون کې د وژل شویو نجونو جسدونه
په روغتون کې د وژل شویو نجونو جسدونه
په عملياتو کې يوه هيليکوپټر له فضا څخه د عملياتو څارنه وکړه. په دغو عملياتو کې هم د ملېشه ځواکونو د يوه لوړ رتبه افسر او د پوليسو د څو عسکرو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.

همدارنګه په دويمه چاودنه او ډزو کې دوه ملېشه سرتېري هم په ډزو کې وژل شوي دي او تر دېرشو زيات ټپيان دي.

د ملېشې یوه چارواکي مشال راډیو ته ویلي، په روغتون کې له وسله والو سره نښته پای ته رسېدلې ده او اوس روغتون تالاشي کېږي.

د ده په خبره، یو ترهګر یې نیولی دی، څلور وژل شوي دي.

په بي اېم سي کې په چاودنې او نښتې کې څلور د ملېشې سرتېري وژل شوي دي.

چارواکي وايي، له بولان میډیکل کمپلېکسه یې ۳۰ تنه را ایستلي دي. دا هغه کسان ول چې د نښتې پر وخت هلته بند پاتې شول.

په دوی کې خدای نور ناصر (د مشال راډیو خبریال) هم شامل وو.

په چاودنه کې د اکثرو ټپي نجونو حالت نازک دى چي له بي ايم سي روغتون څخه نظامي روغتون ته وړل شوې دي.


په کوټه کې د شنبې د ورځې د دغو چاودنو مسووليت تر اوسه کومې ډلې نه دى منلى.

د يادونې وړ ده چي سرداربهادر خان ښځينه پوهنتون په بلوچستان کې يواځينى د نجونو ځانګړى پوهنتون دى چي شاوخوا درې زره نجونې پکې زدکړې کوي. په دې پوهنتون کې د هزاره توکمه شعيه مسلمانانو ګڼ شمېر محصلينې هم زدکړې کوي.
XS
SM
MD
LG