د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې چاودنه، پینځه پولیسان وژل شوي دي


نن سهار نهه بجې د پکتیکا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پولیسو په رینجر موټر پسې د سړک د غاړي بمي چاودنه شوې، چې له کبله يې پنځه تنه پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي یاده پیښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو شمیر سیمه ییزو پولیسو غوښتل د پوځي زده کړو لپاره په جاني خیلو کې دسیمه ییزو پولیسو روزنیز مرکز ته ورشي، چې د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پسې بمي چاودنه وشوه.
د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته وویل، چې پدې پيښه کې دوه ملي او درې سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۷ تنه نور سیمه ییز پولیس ټپیان شوي دي:
((نن سهار نږدې نهه بجې د جانخیلو ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو یو رینجر موټر د لويې لارې پرسر په ښخ شوي ماین وخوت، چې د ماین چاودنې له امله زموږ دوه تنه ملي پولیس او درې تنه سیمه ییز پولیس ووژل شول او ۷ تنه نور سیمه ییز پولیس ټپیان شول، چې د درملنې په موخه روغتونونو ته لیږدول شوي دي، په سیمه کې پولیسو خپلې پلټنې او تحقیقات پیل کړي، خو تر دې مهاله د پيښې په تړاو څوک ندي نیول شوي.))
د یادې پيښې مسوولیت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخیستی، ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې لیکلي، چې په یاد پيښه کې يې د پولیسو د یو قوماندان په ګډون شپږ تنه وژلي او ۷ نور يې ټپیان کړي دي.
د یادونې وړ ده پدې وروستیو کې د پکتیکا په نسبتاً پراخ سرحدي ولایت کې بمي چاودنې او نورې امنیتي پيښې ډیرې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG