د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هنګو کې د دوه کسانو مړي موندل شوي دي


د هنګو حکومتي چارواکو د خالي په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په توره وړۍ کې د دوو ځايي کسانو مړي موندل شوي چې په مردکیو غلبیل غلبیل دي. د چارواکو په وینا دواړه کسان اونۍ وړاندې دناڅرګندو کسانو له خوا تښتول شوي وو. دالومړی ځل نه دی چې په مرموز ډول خلک تر تښتول کیدو وروسته په ورته ډول وژل کیږي. ددغو کسانو د وژلو پړه چا قبوله کړې نه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG