د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا سېلاو: لسګونه کورنۍ محفوظو ځایونو ته منتقل


د خیبر پښتونخوا په پېښور،نوښار او چارسده کې دسیندونو په غاړه اوسیدونکي لسګونه کورنۍ دممکنه سیلابونو له ویرې نورو خوندي سیمو ته کډه شوي دي. صوبايي حکومت او دافتونو په وړاندې بیړنۍ اداره وايي دوی د هرډول حالاتو سره مقابلې ته چمتو دي. دځاني او مالي تلفاتو په اړه تر دې ګړۍ څه قسمه راپورونه نه دي ورکړل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG