د لاسرسي ځای

کوټه چاودنه: ۱۱ زده کوونکې نجونه وژل شوې دي


د بلوچستان په مرکز کوټه کې چاودنه شوې ده.

چاودنه د شنبې پر ماسپښین د ښځو له پاره سردار بهادر خان پوهنتون په بس کې شوې ده. د مرستندویه ادارو کار کوونکو په خبره د پوهنتون بس نجونې کورونو ته رسولو ته تیار وو چې چاودنه وشوه.

د کوټې پولیس مشر میر زبیر محمود مشال راډیو ته وویل، په پېښه کې د پوهنتون ۱۱ زده کوونکې وژل شوې دي او ۱۹ ژوبلې دي.

سردار بهادر خان پوهنتون په کوټه کې پر بروري سړک پروت دی.

دا په بلوچستان د ښځو یوازینی پوهنتون دی. دا پوهنتون په ۲۰۰۴ز کال کې جوړ شوی وو.

ژوبلې شوې نجونه د بولان میډیکل کملېکس او سېول روغتون ته رسول شوې دي.

تر پېښې وروسته امنیتي سرتېرو سیمه په ولکه کې اخیستې ده.

په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.
XS
SM
MD
LG