د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر سوریې د هوايي بندیز امکان نه شته، سپینه ماڼۍ


سپینې ماڼۍ پر سوریې د هوايي بندیزونو لګولو امکانات رد کړي دي.

د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار بین روډز ( Ben Rhodes) وايي د ابه په ۲۰۱۱ز کال کې پر لیبیا د هوايي بندیز له لګولو زیاته ستونزمنه، خطرناکه او قیمتي معامله وي چې سوریه دې د نه الوت سیمه وګرځول شي.

نوموړي وویل، واشنګټن د سوریې له اپوزیسیون سره له مرستو کولو دریغ نه کوي خو اوس وخت را رسېدلی چې د دې هیواد معتدله اپوزیسیون پیاوړی کړل شي.

تر دې وړاندې د جمعې پر ورځ د سوریې حکومت اتحادي هیواد روسیې ویلي وو، د امریکا په هغه ادعا دوی قایل نه دي چې ګواکې د سوریې رژیم به کیمیاوي وسلې استعمال کړې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG