د لاسرسي ځای

ایران: روحاني له ۵۰ سلنه زیاتې رایې تر لاسه کړې دي


تهران - په ایران کې ، د ولسمشرۍ د ټول ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې اصلاح غوښتونکی معتدله کاندید حسن روحاني له ۵۰ فیصده د زیاتو رایو په ترلاسه کولو له نورو کاندیدانو مخکې روان دی.


تر پرونیو انتخاباتو پس تر دې ګړۍ اته میلیونه رایې شمېرل شوې دي چې په کې روحاني ۵۲ فیصده او محمد باقر قالیباف ۱۷ فیصده رایې اخیستي دي.

ایراني چارواکي وايي د جمعې د ورځې د انتخاباتو له پاره پنځوس میلیونه خلک د رایې ورکولو جوګه ول، او ۷۰ فیصده خلکو خپلې رایې استعمال کړې دي.

که د حسن روحاني د بریا همدا کچ قایم پاتې شوه او د ټولو رایو له ۵۰ فیصده زیاته برخه یې خپله کړه نو ښايي د جون په ۲۱مه نېټه د دویم پړاو انتخاباتو ته به اړتیا پاتې نه شي.

په ایران کې محمود احمدي نژاد دوه ځلې د هیواد مشر په توګه خپله دنده تر سره کړه.

د احمدي نژاد په وخت کې ایرانی اقتصاد ډېر زیات خراب شو او له نړۍ سره د دې هیواد اړیکي هم د لانجمن اټومي پروګرام له کبله اغېزمن شول.

په ایران کې د جمعې پر ورځ انتخاباتي عمل پای ته ورسېد او تر اوسه د رایو شمېر روان دی.
XS
SM
MD
LG