د لاسرسي ځای


خوست - د جمعې په ورځ ماسپښین مهال د افغانستان خوست ولایت د لکڼو چولانو سیمې په یوه هدیره کې پر سرف موټر بمي حمله شوې ده، چې له کبله يې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.


په وژل شویو کسانو کې د یوې کورنۍ پینځه تنه غړي، یو د کلي ملا امام او یو تن بل ځايي اوسېدونکی هم شامل دی.

د پېښې په ځای کې د امنیه قوماندانۍ د چټک غبرګون قطعې قوماندان محمد سردار مشال راډیو ته وویل، پېښه د جنازې او تدفین تر مراسمو وروسته شوې ده.

د ده په خبره، کله چې خلک له هدیرې خپلو کورونو ته ستنېدل نو په لار کې د ښخ کړل شوي ریموټ کنټرول بمي چاودنې د ملکیانو سرف موټر په نښه کړ.

((تر هغې وروسته چې خلکو جنازه وکړه او مړی يې خاورو ته وسپاره، یو عراده سرف موټر سره ځای پر ځای شوی ماین تصادم کوي او په ترځ کې يې دا موټر په بشپړ ډول له منځه ځي، په خواشینۍ سره چې په دې پېښه کې زموږ اته تنه هیوادوال، چې یو تن د کلي ملا امام هم په کې وو، په شهادت رسېدلي دي.))

د سيمې يوه اوسېدونکي محمد عمر مشال راډیو ته وويل، هغه کس چې جنازه يې وړاندې خاورو ته وسپارل شوه، هغه دوه مياشتې مخکې لا درکه وو، چې تېره ورځ يې د ډېورند کرښې ته نږدې جسد موندل شو:

((پيښه داسې رامنځته شوه، چې زموږ یو کلیوال تقریباً دوه میاشتې کېږي، چې ورک شوی وو او بیايې مړی اوس د پاکستان سره په پوله پیدا شو، پرون يې مړی راوړ، اوس يې د جنازې مراسم وو، تر جنازې وروسته هغه ملا امام چې د مړي جنازه يې وکړه، په دې سرف موټر کې سپور وو، له ده سره سپاره ټول ملکي وګړي ول، ټول زموږ کلیوال وو، د چولانو کلي اوسېدونکي ول. یو دوه تنه میلمانه ورسره وو،بس [دا بم په لار کې وچاودېد] او غمجنه پېښه وشوه.))

د یادې پېښې مسوولیت تر دې مهاله کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

بلخوا د خوست والي عبدالجبار نعیمي د یوې مطبوعاتي اعلاميې له لارې یاده پېښه په سختو ټکو کې غندلې ده او دا کار يې د ولس او خاورې د دښمنانو کار بللی دی.
XS
SM
MD
LG