د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال بانک له افغان حکومت مرستو ژمنه وکړه



نړېوال بانک له افغان حکومت سره د دولس نیم میلیونه تازه مرستو ژمنه وکړه، په افغانستان کې د دې بانک مسولان وایې، د دې پيسو یوه برخه به بې وزلو کورنیو ته ورکړل شي او پاته نورې به یې متقاعدینو ته د معاشونو د ورکولو د پروګرام د ودې په برخه کې و لګول شي.


په افغانستان کې د نړېوال بانک چارواکي وایې، د دې پروژې په عملي کولو سره به د متقاعدینو، د شهیدانو کورنیو او معلولینو تنخاګانې په خپل وخت سره ورکړل شي.

نړېوال بانک تیره ورځ له بې وزله کورنیو او د متقاعدینو د امتیازونو د پروګرام د ودې په هدف له افغان حکومت سره دولس نیم میلیونه ډالره وړیا مرسته منظور کړه.

په افغانستان کې د نړېوال بانک د برخې ویاند عبدالرووف ضیا د جمعې په ورځ مشال راډيو ته وویل:

"له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسي د دې تقویتي مرستې له لاري د متقاعدینو د سیسټم د جوړولو لپاره یو لړ کارونه شوي، چې دولتي متقاعدین اوس کولای شي د کمپیوټري سیسټم له لاري خپل امتیازات په خپل وخت تر لاسه کړي.

ټاکل شوې دا پروګرام د دې تقویتي مرستې له لاري بشپړ شي او پکې د شهیدانو کورنۍ او معلولین هم شامل شي. دا مرستې به تر ۲۰۱۶ میلادي کاله پورې دوام وکړي."

د ښاغلي ضیا په خبره، له دې پيسو څخه به د دولس زره کورنیو لپاره د ژمي په موسم کې هم استفاده وشي.

دی وایې، نړېوال بانک په ۲۰۰۹ میلادي کال کې هم اوه نیم میلیونه ډالره د ټولنیز مصونیت شبکې له پروژې سره مرسته کړې وه.

د نړېوال بانک د معلوماتو له مخې، په تیروو دوو کلونو کې د دې پروګرام له لاري له څه باندي شپاړس زره بې وزله کورنیو سره په افغانستان کې مرسته شوې ده.

په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وایې، له دې پيسو څخه به په لري پرتو سیمو کې له بې وزلو کورنیو، معلولینو، کونډو او زړو سره مرسته وشي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال واصل نور مهمند ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"د متقاعدینو لپاره د نوي سیسټم پیاده کول او بل دا چې له بې وزله کورنیو سره د فقر د کموالي لپاره دا پروژه فعلا روانه ده.

دا پروژه موږ په اب کمري، بادغیس، بدخشان کې، فرزه کې ، چهار آسیاب، دفاریاب درې صوف ولسوالۍ کې او اوس هم په لغمان کی تطبیقیږي."

که څه هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسولان متقاعدینو ته د آسانتیاوو د رامنځ ته کولو خبري کوي، خو یو شمیر متقاعدین بیا شکایت کوي او وایې چې دوی ته پاملرنه نه کیږي.

دوی وایې، د خپلو تنخاګانو د ترلاسه کولو لپاره ساعتونه د تقاعد په ریاست کې تیروي.

راپورونه وایې چې؛ اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا یو لک او دیرش زره متقاعدین شته.
XS
SM
MD
LG