د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی: علمي مراکز سیاسي اهدافو لپاره ونه کارول شي



ولسمشر حامد کرزی وایې، ښوونځي، پوهنتونونه او علمي مراکز د زده کړو د ترلاسه کولو لپاره دي او دا مرکزونه باید د هر ډول سیاسي فعالیتونو څخه لېري وساتل شي.


ولسمشر کرزي دغه څرګندونې په خپلې اونیزې راډیویې وینا کې وکړې.

په داسې حال کې، چې په کابل پوهنتون او یو شمېر نورو دولتي پوهنتونونو کې د درس نه ورکولو له اعتصابه څه باندې دوه اونۍ تیریږي، ولسمشر حامد کرزي پر سیاسي ګوندونو ږغ کړی چې پوهنتونونه دې د خپلو سیاسي اهدافو لپاره نه کاروي.

ولسمشر کرزي خپله اونیزه راډیویې وینا چې د جمهوري ریاست په رسمي پاڼه کې خپره شوې، همدې موضوع ته ځانګړې کړې وه.

نوموړي ویلي، په تیرو دولسو کلونو کې یې تل پر دې ټینګار کړی چې له تعلیمي او تحصیلي مرکزونو یوازې او یوازې باید د علومو او مهارتونو د ترلاسه کولو په هدف کار واخیستل شي.

ده وویل، موږ هغه وخت خپل دې هدف ته رسیدلای شو چې تعلیمي او تحصیلي مرکزونه مو د هر ډول سیاسي او ډله ایزو فعالیتونو څخه خوندي وي.

کرزي زیاته کړه چې د افغانستان اوسنیو اړتیاوو ته په پام سره باید پرینښودل شي چې د استادانو او محصلانو وخت ضایع شي:

"له ټولو استادانو او محصلانو غواړم، چې تل دي درس او تعلیم ته د افغانستان اړتیا په پام کې و لري او پرې نږدي چې حتی زموږ د استادانو او ځوانانو یوه شیبه هم ضایع شي. په همدې دلیل له ټولو سیاسيت والو او سیاسي ډلو غواړم، چې د خپلو سیاسي اهدافو د مخته بیولو لپاره له تعلیمي موسسو څخه استفاده ونه کړي."

تېره میاشت د کابل پوهنتون د ټولینزو علومو د پوهنځی یو شمیر محصلینو د نه خوړو اعتصاب کړی و او د یادي پوهنځۍ د رییس او یوه استاد د ګوښه کیدو غوښتنه یې کړې وه.

دغه اعتصاب وروسته له هغې مات شو چې، چارواکو ورسره د دوی د غوښتنو د عملی کیدو ژمنه وکړه.

له دې سره یو ځای د کابل او ځینو نورو دولتي پوهنتونونو لسګونه استادانو او محصلانو د درس نه ورکولو اعتصاب پيل کړ.

دوی له حکومته و غوښتل، چې د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عبیدالله عبید لري او حکومت دي د پوهنتونونو په چارو کې مداخله نه کوي.

د کابل پوهنتون یوه استاد فیصل امین مشال راډیو ته وویل، چې اعتصاب کونکي د هیڅ کومې سیاسي ډلې لخوا نه حمایه کیږي:

"شپاړلس اولس ورځې کېږي، چې د کابل پوهنتون استادانو اعتصاب کړی دی. خو هیڅ کله یې دا اجازه نه ده ورکړې چې کوم سیاسي ګوند او یا هم د پارلمان کوم وکیل دوی حمایه کړي.

د کابل پوهنتون د استادانو او محصلانو غوښتنه یوه صنفي غوښتنه ده او هیڅ کومې سیاسي ډلې او یا ګوند ته یې دا اجازه نده ورکړې چې له دې حرکته ملاتړ وکړي."

امین زیاتوي دوی به خپل اعتصاب د اعتصاب کونکو د غوښتنو تر منل کیدو پورې وغځوي.

که څه هم په کابل پوهنتون کې وروستۍ شخړې د ټولنیزو علومو پوهنځي د رییس او یوه استاد د ګوښه کیدو پر سر راپورته شوې.

خو کتونکي وایې، یو شمیر سیاسي کړۍ او ډلې د خپلو اهدافو لپاره په پوهنتونونو او نورو علمي مراکزو کې اختلافاتو ته لمن وهي او زیاتوي، چې که چېري وضعیت په همدې توګه دوام وکړي، نو دا به د لوړو زدکړو بهیر ټکنی کړي.
XS
SM
MD
LG