د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان شخړه: د طالبانو هدف ولسي وګړي دي



برتانیوي ګارډین ورځپاڼې د ملګرو ملتونو له یوه رپورټه مهمې برخې اخیستې دي او لیکنه یې ورباندې خپره کړې ده.


په دې رپورټ کې راغلي، وسله والو طالبانو د افغانستان په جنوب کې تر هغې وروسته ښوونځي وتړل چې حکومت پپر موټر سایکلو بندیز ولګاوه. طالبان د تګ راتګ له پاره موټر سایکل تر ټولو غوره وسیله بولي.

پر ښوونځیو بندیز سمدستي دوه اثرات ولرل. یو خو دا چې ماشومان له زده کړو بې برخې شول. دویم دا چې ډېرو بې وزله کورنیو ته خواړه و نه رسېدل ځکه چې ښوونځي د مرستو د وېش مرکزونو په توګه هم کارېدل.

د ملګرو ملتونو رپورټ وايي، د سکولونو تړل ښيي چې د افغانستان شخړه ډېره پېچلې ده. په دې هیواد کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاتېږي.

رپورټ وايي: ((ځايي وسله وال او نورې ډلې ولسي وګړي په نښه کوي. وسله وال ملکیان وېروي، زور زیاتی ورسره کوي او په هدفي وژنو کې یې په نښه کوي. ټولې وسله والې ډلې له خلکو په زور پیسې اخلي.))

د ملګرو ملتونو تر دې رپورټ مخکې د سره صلیب نړیوالې ادارې هم په خپل یوه رپورټ کې ورته خبرداري ورکړي ول.

ملګري ملتونه وايي: ((د خلکو وېرونه یا خو په هیواد کې له روانې شخړې سره مستقیمه اړیکه لري او یا هم په کلیو کې د قبیلوي دښمنیو یا په سیمو کې د واک تر لاسه کولو په صورت کې کېږي.))

ګارډین ورځپاڼه لیکي، روان کال د افغانستان په روغتونونو کې ډېر داسې ولسي وګړي ور داخل کړل شول چې په دې هیواد کې د روانې جګړې په پېښو کې ژوبل شوي ول. روان کال د ژوبلو شویو ولسي وګړو شمېر د ۲۰۱۲ز کال پرتله زیات دی.

په لیکنه کې راغلي، په هېلمند ولایت کې د داسې ژوبلو شمېر د تېر کال پرتله دوه چنده زیات شو. په هېلمند کې برتانیوي سرتېري پراته دي.

د ملګرو ملتونو رپورټ وايي، په افغانستان کې د تاو تریخوالي له کبله ډېر خلک د هیواد دننه کډوال شوي دي. په لومړي ځل د هغو کسانو شمېر چې له خپلو کلیو نورو سیمو ته کډوال شوي له پینځه لاکه زیات شوی دی.

ملګري ملتونه زیاتوي، که څه هم له حکومت سره تر تړون وروسته وسله وال طالبان سلا شوي دي چې ښوونځي به بیرته خلاص کړي، خو باید حالات وڅارل شي چې ایا وسله وال به په خپل کړي لوظ ټینګ پاتې شي او که نه؟
XS
SM
MD
LG