د لاسرسي ځای

تازه خبر

له بګرام زندانه ګڼ افغان بندیان خوشې شول



افغان حکومت له بګرام زندان نه د څه باندې دوه زره بېګناه افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.


د ولسمشر له دفتره د خپور شوي بیان له مخې د بګرام جېل قومندان جنرال غلام فاروق بارکزي پرون د ولسمشرحامدکرزي په مشرۍ د عدلي او قضايي مجلس په غونډه کې خبرې وکړی.

نوموړي وويل چې د روان کال له اپرېل میاشتې راهیسې له بګرام جېل څخه دوره زره یو سل شپږ پنځوس ۲۱۵۶ افغانان چې جرم یې نه دی ثابت شوی، د قانوني پړاوونو له تېرولو وروسته د عدالت په حکم خوشې شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې عدلي او قضایي مجلس د امریکا د پوځ له خوا د بګرام جېل د افغان بندیانو د معاملو د سپارلو پر چټکتیا ټینګار وکړ.

د بګرام زندان مسوولیت د روان کال د اپریل د میاشتې په پنځمه نېټه په بشپړ ډول د امریکا له پوځ څخه افغان حکومت ته وسپارل شو.

بلخو افغان ولسمشرحامدکرزي پرون د پنجشنبې په ورځ د برتانیا له دفاع وزیر فیلیپ هیمنډ سره د افغانستان حکومت ته د برتانوي ځواکونو له جېلونو د افغان بندیانو د سپارلو او د برتانیا د پوځ د بې پیلوټه الوتکو د عملیاتو په اړه خبرې وکړې.

تېره ورځ د جمهوري ریاست په خپره شوي خبرپاڼه کې ویل شوي دي په ملاقات کې ولسمشر کرزي د افغان بندیانو د خلاصولو په اړه د حکومت پر مخکیني دریځ ټینګار وکړ او وویل چې د برتانوي ځواکونو په جېلونو کې د افغان بندیانو پاتې کېدل د افغانانو لپاره یوه مهمه او حساسه موضوع ده.

نوموړي زیاته کړه چې دغه بندیان باید ژر تر ژره دوې ته وسپارل شي. د برتانیا د دفاع وزیر وویل، هېواد یې په دې معامله د افغان حکومت دریځ ته درناوی لري او هڅه کوي چې دا بندیان د ځینو ستونزو له لیرې کولو وروسته ډېر ژر دوې ته وسپاري.
XS
SM
MD
LG