د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانيان نوی ولسمشر ټاکي


په ایران کې د ولسمشر محمود احمدي نژاد نه پس د هیواد د راتلونکي صدر د انتخاب لپاره نن د رايي اچولو سلسله شروع ده.


په تهران کې د جمعې په سهار تر ووټ اچولو وروسته د هېواد روحاني مشر آیت الله خامنایي د امریکا بیانونه رد کړل چې په جمهوري بنیادونو یې د ووټ د باور په اړه پوښتې راپورته کړي.

نظر پوښتنې ښيي چې د مینځ لاري ملا او د ایټمي چارو پخوانی مینځګړی حسن روحاني چې اصلاحات غوښتونکي یې ملاتړي دي، د هغه او د محافظه کار کاندید محمد باقر قالي باف ترمینځ به سخته مقابله وي.

قالي باف د تهران اوسنی ښاروال او پخوانی امنیتي چارواکی دی.

په نورو سخت دریځو امیدوارانو کې چې د شورا نګهبان (ګارډین کونسل) لخوا منظور شوي دي ، د ایټمي چارو مشر منځګری سعید جلیلي، د خارجه چارو پخوانی وزیر علي اکبر ولایتي ، د انقلابي ځواک پخوانی کمانډر محسن رضایي او پخوانی وزیر محمد غراضي شامل دي.

که په نني انتخاباتو کې کوم یو امیدوار په اکثریت سره کامیاب نه شي نو د جون په یوویشتمه به دوه مخکښ کامیاب امیدواران له یو بل سره سیالي کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG