د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې نرس قابله ګانې فارغې شوې




نجیب الله الوخیل
د پنجشنبې په ورځ په خوست کې له دوه کلنو زده کړو وروسته یو شمیر نجونې او ښځې د نرس قابله ګۍ له مرکز فارغې شوې.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مسوولینو له فارغانو وغوښتل چې د خپلو سیمو او ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې دې دندې واخلي تر څو کرار، کرار ټول خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسۍ پیدا کړي او په ځانګړي ډول د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شي.

په خوست کې د دوه کلنو زده کړو وروسته د نرس قابله ګۍ له پنځمې دورې څخه ۲۹نه ښځې او نجونې فارغې شوې.

نرسانو د فراغت په مراسمو کې د عامې روغتیا رئیس ډاکټر هدایت الله حمیدي په خپلو خبرو کې وویل، چې تر اوسه په خوست کې ۱۷ونو او روغتیايي مرکزونو کې نرس قابله ګانې ندي موجودې.

ده له فارغینو وغوښتل، چې په خپلو ولسوالیو کې دې دندې واخلي تر څو له یوې خوا روغتیايي خدمتونو څخه د خوست د هرې لیرې او نږدې سیمې خلک برخمن شي او تر یوه بریده د مور او ماشوم ژوند وژغورل شي او بل لوري ته نرس قابله وو ته کافي معاشونه په پام کې نیول شوي او حتا د دوی محرم ته معاش او امتیاز په پام کې نیول شوی دی:

(( اوسه موږ د خوست په ساحه کې تقریباً اوولس ساحې داسې لرو، چې په هغه کې نرس قابله ګانې نشته، په روغتیايي کلینکونو کې موږ د نرسانو لپاره له ۲تر ۳۱ زره افغانیو پورې معاشونه لرو او حتا د محرم لپاره يې امتیاز لرو، هیله من یم زموږ خویندې به هغو ولسوالیو ته چې له هغه سیمو انتخاب شوي په روغتیايي مرکزونو کې دندې واخلي، تر څو زموږ هغه خویندو ته چې په لیرو کلیو او بانډو کې دي د خدمت مصدر وګرځي))

د نرس قابله ګۍ د مرکز مشره رابعه حلیم د یاد مرکز د پنځه کلنو فعالیتونو د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې تر اوسه ۱۴۸ ښځې او نجونې له یاد مرکز فارغې شوي او ۸۳ تنه يې عملاً په روغتیايي مرکزونو کې دندې ترسره کوي:

په خوست کې د نرس قابله ګۍ مکتب چې په ۲۰۰۴ کال کې يې په فعالیت پیل کړی او فعالیت يې تر اوسه راغځیدلی دی تر اوسه يې څلور دورې فارغې کړي دي، په اوله او دویمه دوره کې دیرش، دیرش کسانې په دریمه دوره کې يې یودیرش او څلورمه دوره کې ۲۸ تنه خویندې فارغې کړي، همدارنګه په اوسنۍ دوره کې ۲۹تنه نجونې له دوه کلنې دورې فارغې شوې دي.

چې له پورتني رقم څخه همدا اوس درې اتیا تنه خویندې په کلینکونو او روغتیايي مرکزونو کې دندې اجرا کوي، موږ او تاسو ددې شاهد یو چې د دې برنامې په راتګ سره د مور او میندو په مړینه کې د پام وړ کمۍ راغلی دی، زموږ تیرې روزنیزې دورې یو نیم کلنې وې، خو دا دوره دوه کلنه شوه ځکه د دوی په درسي کریکولم کې یو شمیر مضمونونه نوي ځای شول، چې د هغې له جملې نه ویلای شو، چې رواني صحت دی، فرماکولوژي ده او داسې نور چې دا به د دوی د خدماتو په وړاندې کولو کې ډیر ګټور تمام شي.

د فارغانو په استازیتوب عزیزه وویل، چې په دوه کلنه موده کې يې دومره څه زده کړي، چې خویندو ته معیاري خدمتونه وړاندې کولای شي:

((د دوو کالونو له عملي او نظري زده کړو وروسته مو هغه مهارتونه زده کړل، چې کولای شو، د هغې په واسطه یو مور ته خوندي او معیاري خدمتونه وړاندې کړو، د خوست میشتو سره ژمنه کوم چې موږ به د هرډول ملي، قومي او ژبني تبعیض پرته به د خوست میندو او ماشومانو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.))

د ولایتي شورا وکیله زهره جلال په خبرو کې نرس قابله ګانو څخه وغوښتل، چې له خپلو ناروغانو سره سم او صمیمانه چلند وکړي تر څو ددوی ډاډګیرنه ناروغ ته د درملنې لامل شي:

((په نړیواله کچه کومې نرسانې او قابله ګانې چې فارغانې دي د افغانانو څخه يې هیڅ د پوهې او تعلیم کچه لوړه نه ده، صرف د هغوی اخلاقي رویه او له ناروغانو سره يې چلند ښه او صمیمانه دی، د ښو اخلاقو له لارې کولای شي ډیر څه ترلاسه کړي، نو زموږ خویندې هم باید خپله رویه او ټولنیز چلند سم کړي، سلوک دې سم کړي، تر څو د نرسې هغه لاس او ډاډګیرنه د ناروغ لپاره د شفا لامل شي.))

د یادونې وړ ده په ټولیز ډول په خوست کې خلک د روغتیايي خدمتونو څخه پوره رضایت نه لري او غوښتنه کوي، چې په روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې دې روغتیايي خدمتونه لا ښه او معیاري شي.
XS
SM
MD
LG