د لاسرسي ځای



له کوټې رارسېدلي رپوټونه وايي چې د لورلايي درې ډاکټران یو ډرایور او یو د روغتون کلرک ژوب ته لاره وسله والو تېښتولي دي.


د دغه ډاکټرانو په ډله کې ډاکټرمحمد انور، ډاکټر آیاز، ډاکټر نصرالله کلرک محمدفاروق او ډرایور محمد انور شامل دي.

دغه کسان ژوب ښار ته د یوه سرجن ډاکټر محمد حلیم تاج فاتحې ته روان ول چې پر لاره یې رابطه شلېدلې او د کورنۍ غړیو یې پولیس ته د تري تم کېدو راپور جمع کړی دی.

په سیمه کې د لېویز افسر سردار خان هم له مشال راډيو سره د هغوی د لادرکه کېدو پخلی کړی دی.
XS
SM
MD
LG