د لاسرسي ځای

باجوړ او مومندو کې امن دی. پښتونخوا ګورنر


د خيبر پښتونخوا ګورنر انجنير شوکت الله

د خيبر پښتونخوا ګورنر انجنير شوکت الله


د خيبر پښتونخوا ګورنر انجنير شوکت الله وايي چې وسلوالو ډلو سره خبري بايد د ائين او قانون لاندي وشي.


نوموړي د مشال راډيو له خبریال فرهاد شینواري سره نند زیارت پر ورځ په يوه ځانګړي مرکه کې وويل چې وسلوالو طالبانو سره د امن خبرو اترو لپاره په صوبه کې واکمن تحريک انصاف ګوند له دوی سره رابطه نه ده کړي.

خو ده وویل چې په سیمه کې دا جګړه د خبرواترو له لارې پای ته رسول غواړي.

"دا جنګ ختمول دی، هغه که په خبرو وي، په ناسته وي، په ورتلو او راتلو وي. خو ختمول به یې د آیین او قانون په دایره کې دننه وي."

ګورنر شوکت الله زياته کړه چې باجوړ او مومندو ته له ننه څلور کاله وړاندې ځايي خلک نه شو تلای، نن هلته امن دی. کډوال بیرته تللي دي. ځايي خلکو خپل ژوند پېل کړی دی.

خېبر کې هم په یوه تحصیل کې ګډوډي ده په نورو سیمو کې حالات ښه دي.

”اورکزو کې هم داسې سیمې شته چې هلته اوس حالات سم شوي دي او موږ غواړو چې کډوال خپلو سیمو ته واپس کړو. او لاندې اورکزو کې خو ګرسره خلک بې کوره شوي نه دي. په یو شمېر سیمو کې لا هم کشالې او ګډوډي شته خو په مجموعو کې وضعه په ښه کېدو او بشپړه سمسمکی لا ځکه نه شو ورته ویلای چې کډوال تر څو پورې بیرته په خپلو سیمو کې نه پر ځای شوي نو تر هغو بشپړه کراري نه شوي ورته ویلای. “

د ډرون بریدونو په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې ګورنر وویل، په قبايلي سيمو کې د امريکا بې پايلټه الوتکو بريدونه د هيواد د خودمختارۍ پرضد دي.
XS
SM
MD
LG