د لاسرسي ځای



د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره یونیسف وايي، په افغانستان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ په جګړو او بریدونو کې د افغان ماشومانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.


یونیسف په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ په دې وروستیو کې ماشومانو ته اوښتې مرګ ژوبله د نه منلو وړ ګڼلې او پر ښکېلو خواوو یې غږ کړی چې؛ د جګړې هغه تکتیکونه دې نه کاروي چې؛ په کې د ماشومانو او نورو ولسي خلکو د مرګ ژوبلې خطر وي.

دې ادارې په خپلې تازه اعلامیې کې ویلي، یوازې تیره اوونۍ د جون پر ۳مه په هغه ځان وژونکې برید کې چې؛ د پکتیا په ولایت کې یو ښوونځی ته څیرمه و شو، لس ماشومان مړه او ۷ نور یې ټپیان شول.

په دا بله ورځ بیا په فراه ولایت کې هغه مهال يو پلار او د هغه درې ماشومان ووژل شول چې؛ کله د دوي موټر د سړک د غاړې پر ماین برابر شو.

د همدې اوونۍ په جریان کې د جون د میاشتې پر ۶مه په یوه هوایي برید په کونړ په ولایت کې ۳ ماشومان ووژل او ۷ نوریې ټپیان کړل.

یونیسف وايي، د روان میلادي کال د پیل په څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د ماشومانو په مرګ ژوبله کې په سلو کې اوه ویشت زیاتوالی راغلی.

ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ په جګړو کې د ماشومانو د تلفاتو شمېره ۱۳۰۴ تنه وه، خو د سږ کال د لومړنیو څو میاشتو تلفات ښيي چې؛ د ماشومانو په مرګ ژوبله کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې ( یونیسف ) ویاند عبدالعزیر فروتن مشال راډیو ته وویل، ډېرو ماشومانو ته مرګ ژوبله د حکومت د وسله والو مخالفینو په ځان وژونکو بریدونو، د سړک غاړې ماینونو په چاودنو او د ناټو په بمباریو کې اوښتې ده.


د یادولو وړ ده چې؛ په دې ورستیو کې د افغانانو تر منځ په انلاین ټولنیزو شبکو کې هم د هغو ټپي یا وژل شویو افغانان ماشومانو د ځینو عکسونو خپرولو زور اخیستی چې؛ د مخالفو وسلوالو په برېدونو، پوځي او هواي عملیاتو کې اوښتې.
XS
SM
MD
LG