د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د دفاع و بهرنو چارو وزارت ځان سره ساتي


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف

امریکايي مجله وال سټریټ ژورنال په خپله یوه مقاله کې لیکي د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف د خپلې واکمنۍ پرمهال کوښښ کوي چې د دفاع د خارجه چارو لپاره تګلارې جوړول له پوځ نه سِول حکومت ته منتقل کړي. او ځکه خو یې دغه دواړه وزاروتونه له ځان سره ساتلي دي.


مجله زیاتوي نوموړې غواړي چې له خپل ګاونډي او روایتي مخالف هېواد هند سره تعلقاتو ته وده ورکړي او له افغانستانه د امریکايی ځواکونو له وتلو پس له دې هېواد سره په شریکه پوله د وسله والو مخنیوی وکړي. دا دواړه داسې خبرې دي چې تل په کې د حکومت پرځای د پاکستان پوځ فیصله کن کردار ترسره کړی دی.

وال سټریټ ژونال ته د خارجه چارو وزارت ویاند اعزاز چوهدري ویلي دوزیراعظم نواز شریف لخوا د خارجه چارو وزارت له ځان سره ساتلو مطلب دا دی چې نوی حکومت خارجه معاملاتو ته ډېر توجو ورکول غواړي.

دا راز مجله د وزیراعظم د یو نا څرګند سلا کار په حواله لیکي میا نواز شریف د دفاع وزارت له ځان سره ځکه ساتل غواړي چې په تیرو وختونو کې دهغه او د پوځ ترمنځه غلط فهمیانې راغلې وې او اوس به داسې نه کیږي ځکه چې د پوځ او دوزیراعظم ترمنځه به نیغ په نیغه رابطه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG