د لاسرسي ځای


نيازاحمدخان

د خیبر پښتونخوا د سوات په منګلور کې د زلمیانو ځايي ټولنې تر سیوري لاندې په سلګونه ماشومانو د وړیا تعليم او اسانتياګانو غوښتنو له پاره لاريون وکړو. دغه ماشومانو په لاسونو کې لوحې یا چارټونه او بېنرونه اخیستي ول او له حکومته یې د تعلیمي اسانتياوو غوښتنې کولې.



په دغه لاریون کې ملو د زلمو ټولنې مشر جوادابال يوسفزي مشال رايډيو ته وویل چې د اتلسم ترميم له مخې د پاکستان په آئين کې دغه خبره ليک ده چې ټولو ماشومانو ته وړیا تعليم ورکول د رياست ذمه واري ده. خو د دوی د سیمې سکولونو کې اسانتياګانې نيشته، بجلي، اوبه نيشته. ودانۍ خرابې دي حکومت دې خپلې ذمه واريانې ترسره کړي.


لاريون کې ګډونکونکو ماشومانو کې د لسم جماعت يو زده کونکي اظهار وویل چې د دوی د لاريون مقصد دا دی چې دې وطن کې د تعليم له پاره بجټ کې رقم ډير کم وي او سکولونو کې د تعليم اسانتياګانې نيشته. په يوه کوټه کې تر اتياوو پورې ماشومان زده کړې کوي. پاکې اوبه او بجلي نيشته دوی د حکومت پام د دې لوري ته راګرځول غواړي.


يو بل زده کونکې اظهارخان وايي چې زموږ سکول وړکی دی. په دې کې اسانتياګانې نيشته نو دوی له حکومت سهولتونه غواړي.


د اووم جماعت زده کونکی جمال خان وايي چې د لوبو له پاره ميدان نيشته ، د سکول وادني خرابه ده، ليبارټري کې شيان نيشته او په يو جماعت کې تر سلو پورې زده کونکي وي دغه رنګه د استازانو هم کمی دی. حکومت دې د دوی غوښتنې پوره کړي.
XS
SM
MD
LG