د لاسرسي ځای

"افغان سربازانو د وسله والو هر برید پر شا تنبولی"





واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو د لړۍ په اړه لیکي چې د تېر ګل په ورځ اووه وسله والو په کابل هوايي میدان کې د نېټو په مرکزي دفتر برید وکړ.


د اېتلافي او افغان پوځي چارواکو په خبره د طالبانو د پسرلي تر حملو وروسته دغه برید په ټول هېواد کې د طالبانو لخوا د حملو کولو کلکه اراده ښکاره کوي. د دغو چارواکو په خبره د دې مقصد د راتلونکي کال انتخابات ګډوډول او افغان امنیتي ځواکونه په امنیت ساتلو کې نا اهله ښکاره کول دي.

ورځپاڼه د پوځي چارواکو د خولې ليکي یاده حمله ښکاره کوي چې طالبان افغان ریاست لپاره په یو مهم ګواښ ګرځېدلو کې ناکامه شوي دي. دوی وايي چې وسله وال په لږ مېشتو لرونکو لږو سیمو کې کنټرول لري او نورو سیمو ته د خپل اثر په پراخولو کې ناکامه شوي دي.

تېره هفته د نېټو د اېتلافي ځواکونو ویاند کرنل تامس ډبلیو کالنز وويل طالبان د یو مهم سټرېټیژیک ګواښ ګرځېدلو لپاره صلاحیت، افرادي قوت او په کمانډ او کنټرول کې پيوستون نه لري.

ورځپاڼه ليکي افغان او اېتلافي پوځي چارواکي دا مني چې د طالبانو د جنګي ځواک د شمېر په اړه ورته معلومات نشته، خو کارپوهان وايي له شوکو سره په تر لاسه شویو پيسو پیاده پوځیان بهرتي کول طالبانو لپاره آسان دي . که څه هم افغان امنیتي ځواکونه په ښاري سیمو کې د طالبانو په مخه نېولو کې کامیاب شوي دي خو بیا په کلیوالو سیمو کې دوي په آسانه په نښه کیدای شي چې هغلته یې هوايی مرسته او نړیوال ملاتړ په کمېدلو دې.

واشنګټن پوسټ ليکي ځینو افغان چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې کیدای شي وسله وال حکومتي ځواکونو ته ماتې نه شي ورکولې. خو د دغو چارواکو په خبره د افغانستان راتلونکي لپاره تر ټولو لوی ګواښ د وسله والو طاقت نه بلکې رشوت او د حکومت کمزوري ده چې له امله ېې ډیرو افغانانو د انصاف لپاره طالبانو ته مخه کړې ده.

ورځپاڼه ليکي په افغانستان کې په دې ورستیو کې د وسله والو بریدونو ځايي اوسیدونکي او نړیوال کارکونکي حیران کړي دي. دغه بریدونه په یو مستقیم انداز کې په پولیسو، حکومتي ودانیو، د اېتلافي ځواکونو په قافلو ، بازارونو او په نورو ځایونو کې ترتیب شوي دي. بلخوا طالبانو ویلي دي چې دوی پیاوړي شوي دي.

ورځپاڼه لیکي په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو کمانډر جنرل جوزف ډنفورډ تېره اوونۍ وویل چې په تېرو دوو هفتو کې د افغان امنیتي ځواکونو د 200 زیات سرتېري وژل شوي دي. خو بیا افغان چارواکي وايی چې افغان پوځ ، پولیس او نور دفاعي ځواکونه د ملک د امنیت چارې سنبالولو ته تیار دي.

د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند جنرل ظاهر اعظمي په خبره طالبان به په انتخاباتو کې د نا امني پیدا کولو کوشش کوي خو موږ ورسره مقابلې ته تیار یو.
XS
SM
MD
LG