د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسوالان به هند کې مسلکي زدکړې حاصلوي




د افغانستان د سیمه ایزو ارګانونو چارواکي وايي، ټول هغه ولسوالان به د مسلکي زده کړو لپاره هند ته واستول شي، چې د آزادو سیالیو له لارې انتخاب شوي دي.


د دې ادارې رییس عبدالخالق فراهي نن د چارشنبې پر ورځ په کابل کې د والیانو په دوهمه ملي غونډه کې وویل، چې په دې برخه کې یې له هند سره موافقه کړې ده.

( له دوست هیواد هند سره د یوې بلې موافقې له مخې، ټول هغه ولسوالان چې د انتخابي سیالیو تر بهیر لاندې ټاکل شوي دي، هند ته استول کیږي. او تر اوسه ۱۱۶ ولسوالانو له دې مسلکي زدکړو ګټه اخیستې ده.)

فراهي وايي، ډير ژر به ۱۳۰ نور ولسوالان هم د مسلکي زده کړو لپاره هند ته واستوي.

تر دې وړاندې د شپاړسو بیلابیلو ولایتونو څخه د والیانو مرستیالان د مسلکي زده کړو لپاره فرانسې ته استول شوي وو.
XS
SM
MD
LG