د لاسرسي ځای

"د افغان ولسي وګړو مرګ ژوبله ۲۴٪ زیاته شوې"


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش

اسدالله لودین ـ کابل
د ملګرو ملتونو یوه نوې څیړنه ښيي؛ چې د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په افغانستان کې د جګړې له امله نږدې دوه نیم زره ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.


د دې څیړنې له مخې د تیر میلادي کال د همدې مودې په پرتله د ملکیانو په مرګ ژوبله کې څلورویشت فیصده زیاتوالی راغلی.

د ملګرو ملتونو په دې نوې څیړنه کې بیا هم د حکومت د وسله والو مخالفینو فعالیتونه د ملکیانو د مرګ ژوبلې اصلي لامل بلل شوی.

په دې څیړنه کې راغلي، چې د روان میلادي کال په پنځو میاشتو کې ملکیانو ته څلور اویا فیصده مرګ ژوبله د وسله والو مخالفینو له خوا اوښتې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش د سې شنبې په ورځ د دې څیړنې د خپریدو پرمهال وویل، د ۲۰۱۳ کال له پیل راهیسې تر اوسه نږدې دوه نیم زره ملکیان وژل شوي او ټپيان شوي، چې یوویشت فیصده یې ماشومان دي:

"د روان کال د جنوري له پیل څخه د جون ترشپږمې نیټې پورې موږ د ملکیانو د مرګ ژوبلې ۲۴۹۹ پیښې ثبت کړي، دا پیښې ټولې د جګړې له امله رامنځ ته شوي.

د ۲۰۱۲ میلادي کال همدې مودې ته کتو د ملکیانو په مرګ ژوبله کې ۲۴ فیصده زیاتوالی راغلی.

یوه موضوع چې ډیره د اندیښنې وړ ده هغه دا ده چې، د دې مرګ ژوبلې یوویشت فیصده وژل شوي او ټپيان ماشومان دي، چې دا د منلو وړ نه دي."

ښاغلي کوبیش وویل، چې د مخامخ انتحاري حملو له کبله بیا د ملکیانو په وژنه کې سږکال ۲۴ فیصده کموالی راغلی.

د ملګرو ملتونو په دې نوې څیړنه کې ملکیانو ته د اوښتې نهه فیصده مرګ ژوبلې مسولیت پر افغان ځواکونو اچول شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په مرستندویه ادارو باندې د وسله والو مخالفینو حملې هم د اندیښنې وړ وبللې او زیاته یې کړه، چې اصلي قربانیان یې بې وزله کسان دي، ځکه چې کیدای شي مرستې ورته کمې شي.

یان کوبیش ملکیانو ته د مرګ ژوبلې د ډیریدو عوامل داسې په ګوته کړل:

"دا ټول د دې لپاره په خپل قوت دوام لري، چې وسله وال مخالفین د ملکیانو خوندیتوب، د قانون حاکمیت او نړیوالو بشري قوانینو ته پاملرنه نه کوي.

دا ډیر حساس کال دی، ډیر ژر به افغان ځواکونه د ټول هېواد امنیتي مسولیت او رهبري په غاړه واخلي.

نو مخالفین هڅه کوي ترڅو دا ثابته کړي، چې افغان ځواکونه په هغه موقعیت کې نه دي چې دا کار وکړي."

یان کوبیش وویل، د ملکیانو وژنه یو جنایت دی او باید چې عاملین یې محاکمه شي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي وویل؛ چې د روانې میلادي میاشتې په شلمه نیټه به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه بحث وشي.

د ده په خبره په دې غونډه کې به د افغانستان په امنیتي شرایطو خبرې وشي، چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې زیاتوالی او د امنیتي مسولیتونو د انتقال موضوع به هم په کې شامله وي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د ملګرو ملتونو د دې نوې څیړنې په اړه څه نه دي ویلی، خو له دې وړاندې یې داسې راپورونه یو اړخیز بللي او رد کړي دي.
XS
SM
MD
LG