له کابله راپورونه وایي، چې په یوه درنه چاودنه کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې. ځینو رسنیو د ښار د نهمې امنیتي حوزې د آمر عبدالحفیظ له قوله خبر ورکړی چې؛ په دې پېښې کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. خو نور بیا د مړو او ژوبلو کسانو تر دې هم ډېر ښيي. یو شمېر رسنۍ یې بیا ځانمرګی برید بولي، چې په بارودو بار موټر کې شوېده.
برید د مازدیګر په څه باندې څلور بجو د سترې محکمې د خیتځې دروازې مخې ته د دې ادارې د کارکوونکو پر بس موټرو وشو.
عیني شاهدان وایي، چې په دې حمله کې درې ګاډي ویجاړ شوي دي؛ سره له دې چې ویل کېږي، دا د کرولا ډوله موټر په واسطه انتحاري حمله وه. خو د نهمې امنیتي حوزې آمر سمونوال عبدالحفیظ مشال راډیو ته وویل چې؛ چاودیدونکي مواد د سترې محکمې د مامورینو په بس کې ځای پرځای شوي وو.
د کابل هوایي ډګر ته څېرمه د دوشنبې په ورځ هم یو شمېر وسله وال حمله کوونکي یوې ودانۍ ته وختل او څو ساعته یې له امنیتي ځواکونو سره مقاومت وکړ.
سره له دې چې لا تراوسه د سترې محکمې د حملې مسوولیت چا نه دی منلی؛ خو وسله والو مخالفانو په دې وروستیو کې خپلو انتحاري او وسله والو حملو ته زور ورکړی دی.
ځینې راپورونه وایي، چې چاویدونکي مواد د سترې محکمې د دروازې مخې ته د موټرو په پارکینګ یا تم ځای کې ځای پرځای شوي وو.