د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګري د ټولې سیمې له پاره خطره ده. زرداري



د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وايي ، ترهګري د ټولې سیمې لپاره خطر راڅېرمه کړی دی. نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې په شپږم ځل د پاکستاني پارلمان ګډې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.


ولسمشر زرداري وویل ، دوی په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ کې د سولې د پروسې او پخلوینې د بهیر د بریالیتوب هیله لري.

ولسمشر اصف علي زرداري په سیمه کې د ترهګرۍ په اړه وویل.

(( اورپکيتوب ، ياغيتوب او ترهګري زموږ قامي امنيت ته لوی ګواښ دی. قام د وسله والو اورپکو خلاف يو موټی دی. موږ قوي مشرتابه ته ضرورت لرو چې د دې ګواښ مقابله وکړي. موږ له هغوی سره چې له تشد ده لاس واخلي ، خبرو کولو ته تيار يو ، خو موږ بايد د هغوی خلاف زور استعمال کړو چې د حکومت واک، اختيار چيلنجوي. زموږ حکومت به پرېنږدي چې خاوره مو د کوم ملک خلاف د ترهګرو فعاليتونو لپاره استعمال شي.))

ولسمشر اصف علي زرداري د خپلې وینا پر مهال یو ځل بیا د پاکستان هغه دریځ تکرار کړ چې ګواکې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د دوی د ملک له خپلواکۍ سرغړونه ده.

دا په داسې حال کې دې چې څو ورځ مخکې په شمالي وزیرستان کې د امریکا یوې بې پېلوټه الوتکې برید کې د پاکستاني طالبانو مرستیال مشر ولي الرحمان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG