د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ لیاري کې لا هم نښتې روانې دي


د کراچۍ ښار په بلوچ ګڼ مېشته سیمه لیارۍ کې له تیرو درو ورځو راهیسې د تشدد شورو شوې لړۍ دوام لري. پولیس چارواکي وایي په تېرو درو ورځو کې په دغو پېښو کې تر لسو زیات کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي .


د کراچۍ د پولیسو ویاند عمران شوکت مشال ریډیو ته وویل، چې په سیمه کې د دوه وسله والو ډلو ترمنځ اختلافاتو وسله واله بڼه خپله کړېده.

(( نن سهار هم د کراچۍ له دغې سیمې څخه د دوو کسانو مړي موندل شوي دي. پولیس او د رینجر ځواک سرتیرو په سیمه کې عملیات کړي او یو شمیر مشکوک کسان یې نیولي دي. په دوی کې مو له ځینو وسله هم نیولې ده ))

د سترګو لیدلی حال وايي، اوس هم په سیمه کې د وقفې وقفې سره د ډزو او لاسي بمونو اوازونه اوریدل کیږي .

لیاري د کراچۍ ښار زړه او د ګڼې ګونې سیمه ده. په دغه سیمه کې لوی کاروباري مرکزونه هم شتون لري. په دغه سیمه کې موجود لي مارکیټ، کجور بازار، جونا مارکیټ موسا لېن او یو شمیر نور ځایونه د کراچۍ ښار لوی سوداګریز مرکزونه بلل کیږي .

له لي مارکیټه پېښور، قبایلي سیمو او کوټې ته د بین الصوبایي بس سرویسونو اډې هم شتون لري.

د دغې سیمې کاروباریان وايي، له تېرو درو ورځو راهسې په سیمه کې د بدامنۍ لړۍ د دوی کاروبارونه په ټپه درولي دي .

د باجوړ ایجنسۍ سره تعلق لرونکی د لي مارکیټ یو سوداګر شاکر خان مشال ریډیو ته وویل:

((زه پخپله د څپلو دوکاندار یم. پرون یې راباندې په پنځه منټه دوه ځل دوکانونه بند کړل. د بدامنۍ او ډزو له وجې په ټوله علاقه کې ویره او ترهه ده . ګاهګان هم دې علاقې ته نه راځي. د دې له وجې کاروبار سخت بد اثر شوی دی ))


د سیمې سوداګر وایي د لیارۍ په سیمه کې د وسله والو ډلو تر شا د ایم کیو ایم او پیپلز ګوندونه ملاتړي دي چې په سیمه کې د واک د لاسته راوړنې په موخه د یو بل سره په جګړه بوخت دي. خو دواړه سیاسي ګوندونه دا تورونه ردوي .

یاده دې وي په سند صوبه کې پیپلز ګوند حکومت لري او ایم کیو ایم د یادې صوبې د حزب اختلاف تر ټولو لوی ګوند دی .
XS
SM
MD
LG