د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تعلیم له پاره مبارزه: پاڅونونه، خبرې او طالبان



د افغان شنونکو یا کار پوهانو شبکه یوه ازاده اداره ده چې په افغانستان کې مختلفو موضوعاتو په اړه شننې، تبصرې او څېړنې خپروي.


په ۲۰۱۱ز کال کې دې ادارې په یوه رپورټ کې ویلي ول چې په افغانستان کې طالبان تر خپل واک لاندې په ځینو سیمو کې د ښوونځیو خلاصولو او فعالولو اجازه ورکوي.

دا نوی رپورټ چې د جون پر ۱۰مه خپور شوی دی وايي، د طالبانو او افغانستان تعلیم وزارت تر منځ روانې خبرې اترې درېدلې دي.

په رپورټ کې راغلي، هغه ښوونځي چې د خبرو په نتیجه کې بیا پرانیستل شوي ول، د غیر فعاله کېدو له خطر سره مخامخ شول.

دا حالات هغه مهال لا نور پېچلي شول چې د تېر کال په پسرلي کې په غزني کې طالبانو سکولونه وتړل او پر ضد یې ولسي پاڅون وشو. له دې پاڅونه په الهام اخیستو، په نورو ولایتونو کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه وشول.

د افغان کار پوهانو شبکه په خپل تازه رپورټ کې د غزني، وردګو او ننګرهار ولایت پاڅونونو په اړه خبرې کړې دي. په دې رپورټ کې ښودل شوي چې د ځايي اوسېدونکو او طالبانو تر منځ کړکېچ ولې زیات دی.

په رپورټ کې راغلي، د پاڅونونو بېلا بېلو سیمو اوسېدونکي وايي، طالبانو ځینې ښوونځي د دې له پاره استعمالول چې زده کوونکي خپلو لیکو ته جذب کړي او د خپلو نظریاتو تعلیم ورکړي.

دا رپورټ وايي، کله چې پر تعلیمي ادارو د حملو په اړه څېړنه وشوه نو طالبانو له دې انکار وکړ چې ګواکې دوی پر ښوونځیو بریدونه کوي او یا یې هم ورباندې بندیز لګولای دی. دې طالبانو البته د پاکستان پر استخباراتي ادارې آی اېس آی او نورو جنايي (جرایم پېشه) ډلو تور پورې کړ چې دا کارونه کوي.

په رپورټ کې راغلي، البته په ځینو سیمو کې طالب قوماندانانو منلې چې دوی په افغانستان کې پر سکولونو یو څو حملې کړې دي.

رپورټ کاږي، که څه هم پاڅونونه شوي دي او د طالبانو او افغانستان تعلیم وزارت تر منځ خبرې درېدلې دي، خو د خبرو اترو بهیر په بشپړ ډول هېڅ کله هم پای ته نه دی رسېدلی.

د رپورټ تر مخې په ځینو سیمو کې اوس هم طالبان د ښوونځیو بیا پرانیستو اجازه ورکوي او په ځینو سیمو کې سکولونه تړل کېږي.

د دې وجه دا ده چې د وسله والو طالبانو دوه تعلیمي کمېشنونه دي. یو په پېښور کې دی او بل په کوټه کې. د پېښور تعلیمي کمېشن له ځینو شرایطو سره د تعلیم ورکولو په حق کې دی خو دا بل کمېشن داسې نه دی.

رپورټ زیاتوي، دا هم ریښتیا ده چې دواړه کمېشنونه پر یو بل اغېز لري او له یو بل سره خپلې فیصلې شریکوي او همکاري کوي.
XS
SM
MD
LG