د لاسرسي ځای

خیبر: د ناټو پر کاروان برید ۶ ډرایوران ووژل شول



فرهاد شینواري

د خیبر پولیټیکل چارواکي او عینی شاهدان وايي، چې نن د دوشنبې پر غرمه د جمرود په شاګۍ سیمه کې په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو له پاره پر پوځي ګاډي وړونکو ټرالرو وسلوالو د راکټ لانچرو او د وړو وسلو بریدونه وکړل، چې په کې شپږ ډرایوران ووژل شول.


د مشال خبریال د چارواکو له خلې وايي، په برید کې پر ټرالرو او پوځي ګاډو اور ولګید، او دوه ټرالر او یو پوځي ګاډۍ په کې وسوځیدلی. دوی وایې چې وژل شوي دوه ډرایوران په ډزو لګیدلي وو،او نور څلور واړه په ټرالرو کې د اور له لګیدو سوځېدلي دي.

د دغه پیښې یو عینی شاهد راحت الله مشال ریډیو ته وویل چې(( د شاګۍ سیمه امنیتي سرتېرو په خپله ولکه کې اخیستې ده او اوس هم له ټرالرو تور لوګي او لوخړې خیژي، خاصه دارو یو ډرایور له ټرالره راوویستو چې تک تور سوی وو، هغه په څادر کې واچولو او روغتون ته یې یوړو))

د دغه پیښې په اړه د جمرود مرستیال پولیټیکل ایجنټ جهانګیر اعظم وزیر مشال راډیو ته وویل چې(( په شاګۍ سیمه کې خوا وشا پینځه لس وسلوالو چې د خاصه دارو جامې یې اچولې وې برید تر سره کړ او د ناټو سپلایي په ګاډو یې درې راکټ وویشتل. موږ د دغه پیښې پلټنې شورو کړې دي او د لټون عملیات مو پیل کړي دي))

د جمرود پولیټیکل چارواکو زیاته کړه چې دې ګاډو نه یې ټول وژل شوي او سوځیدلی ډرایوران راویستلي دي او جمرود سیویل روغتون ته یې وړي دي.

د دغې پیښې پړه (( جیش اسامه )) په نامه په دې سیمه کې رابرسیره شوې یوې نوې وسلوالې ډلې په خپله غاړه اخیستې ده.

یاده دې وی چې په تیرو وختونو کې هم د خیبر درې په لویه لاره په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو له پاره سامانونه او تیل وړونکي ګاډي او ډرایوران د وسلوالو له خوا په نښه شوي دي.
XS
SM
MD
LG