د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان نوي حکومت تګلارې به قبایلو ته ګټه ورسوي؟


پراګ - د پاکستان وزیر اعظم میا نواز شریف په خپله نوې کابینه کې له ۲۵و وزیرانو ۱۹ وزیران له پنجابه اخیستې او د بهرنیو او د دفاعي چارو وزارتونه یې له ځان سره ساتلې دي.


په دغه وزارتونو کې د کورنیو چارو وزارت چودري نثار علي خان ته ورکړل شو ، د اوبو او بجلۍ وزارت خواجه اصف، د خزانې او اقتصادي وزارت اسحاق ډار ته ورکړل شوی.

په دغه ۱۶ وزیرانو او د مملکت نهو وزیرانو کې یو د خیبر پښتونخوا له هزارې سردار یوسف اخیستل شوی دی، او دغه شان له فاټا هم په مرکزي کابینه کې څوک نه دي منتخب کړل شوي.

دا چې په مرکزي کابینه کې پښتنو ته نمایندګي نه ورکول به ایا د کابینې په فیصلو هم اثر پریباسي او که نه، په ځواب کې د عوامی نیشنل ګوند پخوانۍ پارلیماني غړې بشرا ګوهر وایي، په لومړي ځل په مرکز کې درې واړو صوبو اکثریت په مخالفو ډلو او یوازې پنجاب په واک کې دی، نو ځکه په موجوده حکومت ذمه واریانې هم زیاتې راځي:

(( دا ځل ووټ هم حکومت ته د پنجابه تر لاسه شوی، که چیرې دوی سره جمیعت علما اسلام ف ډله کیني نو دغه هم د پښتنو د مسلو حل نه شی کیدای، مسلې ډیرې دي، او دا به یو چیلنج وي ډ مرکژی حکومت لپاره چې د فاټا او خیبر پښتونخوا د مسلو د حل لپاره کار وکړي.))

په موجوده وخت کې د پاکستان تر ټولو لویه مسله د امنیت ده، او په داسې حالاتو کې په مرکزي کابینه کې قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا ته نمایندګي نه ورکول به د دغه مسلو حل څنګ راوباسي په ځواب کې د اسلام اباد نه خبریال او د سیاسي چارو پوه اېمل خټک وایي، باید بنیادی مسلو ته زیات پام ورکړل شي.


په موجوده مرکزي کابینه کې له پښتنو څخه پخوانی د بهرنیو چارو وزیر سرتاج عزیز د وزیراعظم له پاره د قامي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار او امیر مقام د وزیر اعظم خصوصی مشاور ټاکل شوی دی.
XS
SM
MD
LG