د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: نجونو ته سوداګریز مهارتونه ور زده کړل شول


جلال اباد - د افغانستان په خيتځ کې د يو اېس اې آی ډي په مرسته د ايډيا نيو پروګرام په اساس د ۱۵ ښوونځيو ۳۰۳ تنو هغو زده کوونکو نجونو ته چې په دولسم ټولګيو کې په زده کړو بوختې دي، د (ترقي سبا) په نوم د سوداګرۍ مهارتونه د درو مياشتو په دوران کې ور وښول شول او د يوې غونډې په ترځ کې يې د يکشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په شاهي ماڼۍ کې د فراغت سندونه ورکړل.


د ترقي سبا په نوم د سوداګريزو مهارتونو د زده کړې دغه پرواګرم د یو اېس اې آی ډي ايډيانيو دفتر له خوا پيل شوي و چې د دريو مياشتو په دوران کې يې ۳۰۳ تنو د دولسمو ټولګيو نجونو ته د سوداګرۍ بيلابيل مهارتونه ورښوولي دي.

په ننګرهار کې د ايډيا نيو دفتر مطبوعاتي وياند مطيع الله امانزي د دغه ښوونيز پرواګرام په اړه مشال راډيو ته وويل:

(( د ننګرهار، کونړ او لغمان د ۱۵ ښوونځيو د بېلابېلو ولسواليو ۳۰۳ تنو نجونو د فراغت سند تر لاسه کړ. دا پروګرام د ترقي سبا په نوم د کاروباري زده کړو د يو اېس اې آ ډي له خوا پلي شوی وو. درې مياشتې دوام يې وکړ چې په کې د کار وبار له پاره د پلان جوړول، د هغې له پاره بازار موندنه، همدارنګه د ثبت يا ريکارډ ساتل، هغه اساسات دوی ته وښودل شول، چې دوی وکولای شي، د کور دننه يا هم بهر يو وړوکی شان کار وبار پيل کړل شي.))

د مريم په نوم يوه نجلې وايي، دوی به د دغه ښوونيز کورس له برکته وتوانېږي چې له خپلې کورنې سره د اقتصاد په پياوړتيا کې برخه واخلي:

((څنګه چې د کار وبار بنيادي هدف دی، هغه د ګټې لاسته راوړل دي، نو د ګټې د لاسته راوړلو له پاره بشري منابعې، طبعي منابعې او د خپلې پانګې په مطابق هر ځای کې کولای شو چې خپل کار و بار ته ادامه ورکړو او ګټه تر حاصله کړو.))

يوه بله نجلۍ وايي چې په پام کې لري چې په خپل کور کې د چرګانو ساتلو ته زمينه برابره کړي او له دغه لارې خپل اقتصاد پياوړی کړي:

((ساديه مې نوم دی د سواد حياتي د دولسم ټولګي زده کوونکې يم. د ايډيا نيو د ترقي سبا د کورس له مسوولينو څڅه ډېره مننه کوو چې موږ ته يې داسې زمينه مساعده کړې وه چې زه اوس کولای شم چې په کور کې د چرګانو فارم جوړ کړم چې هم د اقتصاد د پياوړتيا له پاره ګټور کار دی او هم يې له هګيو او غوښته څخه ګټه پورته کړم.))

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال نجونو ته د سوداګريزو مهارتونو زده کړې اړينې وګڼلې. نوموړي وويل:

((زه دا پروګرام د دې له پاره ګټور بولم چې لکه څنګه چې ښايي زموږ خويندو ته د کار زمينې نه دي مساعدې، دوی چې د دولسمو ټولګيو څخه فارغېږي، د لوړو زده کړو له پاره ورته هم زمينه نه ده مساعده، په دولتي ادارو کې يې جلب او جذب هم هغه شان نه دی څنګه چې د دوی ضرورت دی، نو په کار ده چې زموږ خويندو ته د دغه شان پروګرامونه موجود وي چې دوی کسب په کې زده کړي، او دوی وکولای شي چې د نارينه وو په شان په روزنيزو کارونو کې برخه واخلي.))

د یو اېس اې آی ډي ايډيانيو پرواګرام د دفتر مسوولين وايي چې تر دې د مخه يې هم دوه دورې د دولسمو ټولګيو نجونې له دغه شان سوداګريزو مهارتونو څخه فارغې کړې چې د دې دورې په ګډون يې شمير ۷۶۳ تنو نجونو ته رسېږي او په پام کې لري چې څلورمه دوره يې هم په نيږدې راتلوونکي کې پيل کړي.
XS
SM
MD
LG