د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په ډرون برید امریکا ته احتجاج کړی


وروسته له هغه چې په شمالی وزيرستان کې د امريکا د يوې بې پېلوټه الوتکې په بريد کې اووه مشکوک وسلوال ووژل شول، د پاکستان نوي حکومت د امريکا يو عالي رتبه استازى وروغوښت او خپل اعتراض يې ورته وړاندې کړ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند اعزاز احمد چودري وايي، دغه اعتراض پرون د امريکا ناظم الامور ريچارد هوګلاند Richard Hoagland ته وسپارل شو:

((حقيقت ته په پام سره د ډرون دغه بريد وروسته له هغې شوى، چې نوى حکومت تشکيل شو، د دې ځانګړي اعتراض اهميت له دې حقيقت څخه څرګندېږي، چې وزيراعظم نواز شريف په خپله لارښوونې او دستورونه ورکړي او اعتراض په لوړه کچه امريکايي لوري ته وسپارل شو))
په شمالی وزيرستان کې د امريکا د بې پايلته الوتکو د جمعې پر ورځ بريد په داسي حال کې شوی چې د تيري چارشنبي پر ورځ نواز شريف د پاکستان د نوي وزيراعظم په توګه سوګند پورته کړو. نواز شريف ډرون بريدونه د پاکستان له ملي حاکميت څخه سرغړونه ګرځولی وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG