د لاسرسي ځای

سرچینه: کرسچېن ساینس مانیټر

کرسچېن ساینس مانیټر لیکي، په افغانستان کې د پارلېمان نرینه غړي، ښځینه غړو ته په ډاګه دړکې ورکوي.


شکریه بارکزۍ د افغان پارلېمان په هغه ۲۰ ښځو کې یوه ده چې د خپل هیواد او خاص کر د ښځو د مسلو په اړه غږ پورته کوي.

نوموړې وایي، د دوی په یوه غونډه کې د دوی د کار یو ملګری پاڅېد او په زوره یې وویل، پارلېمان د ښځو ځای نه دی، او نه باید دوی دلته د ښځو د حقونو له پاره اواز پورته کړي.

کرسچېن ساینس مانیټر لیکي، په افغانستان کې داسې مسلې د ښځو له پاره نوې نه دي.

خو د پارلېمان ښځینه غړې وایي، د دوی د کار ملګرو له تېرې یوې مودې راهیسې د دوی خلاف د الفاظو جنګ پیل کړی دی، او له دې سره د ښځو د حقونو له پاره کارکونکو ته نقصان رسېدای شي چې لا مخکې له یو شمېر امنیتي او ټولنیزو مسلو سره مخامخ دي.

شکریه بارکزۍ دا هم وايي، د سړیو له خوا په ډاګه دوی ته د دړکو ورکولو خلاف حکومت هیڅ نه کوي، او داسې ښکاري چې حکومت هم له دوی سره په دې اختلاف نه لري.

کرسچېن ساینس مانیټر وایي، که حالات هم داسې وي، نو په ۲۰۱۴ز کال کې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به ښځې په یو غیر یقیني صورتحال کې پاتې شي.

د بښنې نړیوال سازمان (اېمنېسټي انټرنیشنل) له پاره یوه کارکونکې حوریه مصدق وایي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو له پاره ډېر کار شوی دی، او باید نړیواله ټولنه د دغه کامیابیو خوندي ساتل هېر نه کړي.

بله خوا په دغه هیواد کې اوس هم د ښځو خلاف تشدد یوه مهمه مسله ده.

د افغانستان د بشري حقونو ازاد کمېشن د یوه رپورټ تر مخه تېر کال د مارچ له میاشتې تر اکتوبره، ۴۰۰۰ داسې کېسونه مخې ته راغلي ول، چې په کې په کورونو کې په ښځو تشدد او ورسره تېری شوی وو.

دا له ۲۰۱۱ز کاله د داسې پېښو ۲۸ فیصده زیاتوالی ښيي.

په۲۰۱۲ز کال کې یو شمېر ښځې کارکوونکې ووژل شوې چې په کې د ښځو د چارو د محکمې دوه مشرانې هم شاملې دي.

کرسچېن ساینس مانیټر لیکي، په تېرو کالونو کې د ښځو د حقونو خوندي ساتلو له پاره قوانین هم جوړ شوي دي، خو باید د دغې د عملې کیدو په لړ کې زیات کار وشي.

شکریه بارکزۍ وایي، امریکا، برتانیا او افغانستان کولای شي، د ښځو خلاف د تشدد او زیاتي د مخنیوي قانونه عملې کړي، او په دې لړ کې د پارلېمان له ښځینه غړو سره مرسته وکړي، نه چې دوی بیرته د تیارو او تشدد لوري بوځي.
XS
SM
MD
LG