د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرزي درېیم ځل ولسمشرۍ له پاره کمپاین


په ولسي جرګه کې د کندهار یو شمیر استازي وایي چې په دې ولایت کې یوه داسې ټولنه جوړ شوې چې د درېیم ځل لپاره په قدرت کې د پاتې کیدو له پاره ولسمشر حامد کرزي ته کمپاین کوي.
د ولسي جرګې غړې محمد نعیم حمید زي لالي په نننۍ عمومي غونډه کې وویل چې دا د ځوانانو یو حرکت دی او د ولسمشر کرزي له خوا یې ملاتړ کېږي.
د کندهار ولایت مقام هم ددې نوې ټولنې رامنځ ته کېدل تایید کړې او وايي ، دا ددې ټولنې مدني هلې ځلې دي.

تراوسه د ارګ چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو حامد کرزي په بیا بیا ویلي چې د انتخاباتو له لارې به یوه بل کس ته قدرت انتقال کړي.

ټاکل شوې ده د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال د وري (حمل) میاشتې پر ۱۶مه (۲۰۱۴ز کال د اپرېل پینځمه) نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG