د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوې ډلې د کرزي بیا ولسمشرۍ له پاره کمپاین پیل کړی



کابل - په ولسي جرګه کې د کندهار یو شمېر استازي وایي چې په دې ولایت کې یوه داسې ټولنه جوړ شوې چې د درېیم ځل له پاره په قدرت کې د پاتې کیدو له پاره ولسمشر حامد کرزي ته کمپاین کوي.


د ولسي جرګې غړې محمد نعیم حمید زي لالي په نننۍ (د خالي ورځ) عمومي غونډه کې وویل چې دا د ځوانانو یو حرکت دی او د ولسمشر کرزی یې ملاتړ کوي.

د کندهار ولایت مقام هم ددې نوې ټولنې رامنځ ته کېدل تایید کړې او وايي ، دا ددې ټولنې مدني هلې ځلې دي.

تراوسه د ارګ چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو حامد کرزي په بیا بیا ویلي چې د انتخاباتو له لارې به یوه بل کس ته قدرت انتقال کړي.

ټاکل شوې ده د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو انتخابات د ۱۳۹۳ کال د وري (حمل) میاشتې پر ۱۶مه (۲۰۱۴ز کال د اپرېل پینځمه) نېټه وشي.

ورځې مخکې ولسمشر حامد کرزي په هند کې له خبریالانو سره د خبرو پر وخت ویلي ول، دی نه غواړي په درېیم ځل د افغانستان ولسمشرۍ څوکۍ ته ځان نوماند کړي.

هغه مهال ده ویلي ول چې یو علت خو دا دی چې دی ستړی شوی دی او بل دا چې په درېیم ځل د ولسمشرۍ له پاره د ځان له نومولو سره په افغانستان کې د ډیموکراسۍ دود ته تاوان نه رسوي.

د افغانستان اساسي قانون اجازه نه ورکوي چې یو کس تر دوه ځلې ولسمشرۍ وروسته په درېیم ځل دې څوکۍ ته ځان کاندید کړي.
XS
SM
MD
LG