د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې څلور بهرني سرتېري وژل شوي دي


په افغانستان کي په دوو جلا حملو کي څلور بهرني عسکر ووژل شول.
د ناتو پر مشرۍ د ایتلافي ځواکونو (آیساف ) ویاند وویل، دري بهرني عسکر د شنبې په ورځ د یوه کس له خوا چې د افغان ملي پوځ جامې یا یونیفورم یي په غاړه وو، په پکتیکا ولایت کي ووژل شول.
د آیساف ویاند جنرال ګونتر کاتڅ پدي اړه وویل:
«نن ورځ د آیساف لپاره یوه ډېره سخته ورځ وه. مونږ دوې غمجنې پېښې درلودې، یوه په فراه ولایت کي وه چې یو ایټالوی عسکر په کي ووژل شو او بله په پکتیکا ولایت کي وه چې د آيساف دري عسکر په کي د یوه کس له خوا چي د افغان ملي پوځ یونیفورم یي اغوستی و، ووژل شول».
جنرال د عسکرو د هویت په اړه معلومات ورنکړل، خو د پکتیکا د والي ویاند وایي، دا دري تنه امریکایي عسکر دي.
دغه راز د شنبې په ورځ په فراه ولایت کی یو ایټالوی عسکر مړ او دري نور یي ټپیان شول. د ایټالیا دفاع وزارت وویل، د عسکرو په زغره والي وسیلې دښمن حمله کړیده.
د حملو مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو طالب وسله والو په دي وروستیو کي په افغان او بهرنیو ځواکونو حملو ته زور ورکړیدی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG