د لاسرسي ځای

افغان سرتېري په پکتیکا درې بهرني پوځیان وژلي دي


ښرنه - د خالي په غرمه د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې له لفظي شخړې وروسته د ملي اردو یو تن سرتیري په ډزو سره د ایساف درې تنه سرتیري ووژل او درې نور يې ټپیان کړل.


د پکتیکا ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خبرپاڼه کې ،چې د شنبې پر ورځ خپره شوې په کې راغلي دي:

((نن غرمه ۱۲ نیمې بجې د پکتيکا ولايت خيرکوټ ولسوالۍ د سيګانې په سيمه کې چې د ملي اردو د دویمې پلې لوا مرکزي قومانداني میشته ده، د ملي اردو د يوه سرتېري او ايساف يوه سرتېري تر منځ لفظي شخړه وشوه. وروسته د ملي اردو سرتېري د ایساف پر سرتېرو ډزې وکړې چې له امله يې درې تنه د ایساف پوځیان ووژل شول او درې نور ټپيان شول. د ملي اردو سرتېری هم په ځوابي ډزو کې ووژل شو.))

بیان وايي: ((د پکتيکا والي محب الله صمیم يوه پلاوي ته چې په ترکیب کې يې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت ادراو استازي شامل دي دنده سپارلې چې د يادې پیښې د څرنګوالي په موخه له ايساف ځواکونو سره په ګډه پلټنې وکړي.))

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، د پیښې د څرنګوالي په موخه په سيمه کې پلټنې پيل شوي او لومړني مالومات دا په ډاګه کوي چې پیښه د لفظي شخړې له امله شوې او د ملي اردو ياد سرتېری له وسله والو سره کومه اړيکه نه لري.

هلته په کابل کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو (ایساف) له خوا په خپرې شوې خبر پاڼه کې د دې خبر تصدیق شوی دی.

په دې بیان کې راغلي: ((یو کس چې د افغان ملي اردو په جامو کې وو د ایساف درې خدمتیان ووژل.))

ایساف یا افغان چارواکو د وژل شویو سرتېرو د پېژندګلوۍ په اړه مالومات نه دي ورکړي.

د یادونې وړ ده پکتیکا د افغانستان په سویل ختیز کې پروت هغه پراخ ولایت دی، چې په دې وروستیو کې په کې د نا امنۍ پيښې هم ډېرې شوي دي.
XS
SM
MD
LG