د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین: په بس کې د اور لګېدو په پېښه کې ۴۷ وژل شوي


په چين کې لږ تر لږه ۴۷ کسان په يوه بس کې د اور لګېدو له امله وژل شوي دي.

د چين دولتي شینهوا خبري اژانس وايي، دغه پېښه پرون د هېواد په جنوب مشرقي برخه کې د ژيه من په ښار کې رامنځ ته شوی.

همداراز ژوبل شوي ۳۴ کسان په يوه اسپتال کې تر درملنې لاندی دي.

د دې ښار پوليس وايي چې په دې پېښه کې د لاس درلودلو په تور د يو مشکوکه تن شناخت هم شوی دی.

د دې اوونۍ په لومړيو کې هم ۱۲۰ کسان د چرګانو په يوه ذبح خانه کې د اور لګېدو له امله وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG