د لاسرسي ځای

په امریکا کې یوه وسله وال څلور کسان وژلي دي


یوه وسله وال د امریکا په کالفورنیا ایالت کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل او بیا پولیسو دغه برید کوونکو وواژه.

د چارواکو په وینا دغه پیښه لومړی په یوه کور کې پیل شوه، هلته برید کوونکي دوه کسان ووژل او دغهَ کور ته یې اور ورته کړ، بیا د پوهنتون لور ته روان شو.
پولیس څرګندوي چې برید کوونکي له سره تر پښو تورې جامې اغوستې وې او مخکې تر دې چې پوهنتون ته ورسیږي، په سکول کې یې دوه کسان ووژل.
دا پیښه له هغه ځایه ډېره لرې نه ده شوې چې ولسمشر بارک اوباما د مرستو ټولولو په یوه محفل کې برخه اخيستې وه.
XS
SM
MD
LG