د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا: ولس باید اداري فساد ورک کړي، مدني ټولنه


ګردېز - په پکتيا کې د مدني ټولنې فعالين وايي په دولت کې د شته اداري فساد له منځه وړلو او ښې حکومتوالۍ د رامنځته کېدو په موخه د ولس غبرګون ته اړتيا ده.


په پکتيا کې د مدني ټولنو فعالين په دې نظر دي چې که ولس وغواړي په دولت کې شته فساد او ناسمه حکومتوالي له منځه يوسي نو ولس ته په دې برخه کې جدي اقدام او مبارزه پکار ده.

د اوښتون کلتوري ټولنې غړي وايي له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې د مرکز ګردېز په ګډون د پکتيا په ټولو ديارلسو ولسواليو کې د فساد د مخنيوي او ښې حکومتدارۍ رامنځته کېدو درې ورځني ورکشاپونه داير کړي دي.

دوی وايي د ورکشاپونو له جوړېدو يې موخه په ولايت کې د مشرانو او ځوانانو ترمنځ همغږي او هغوی په دې خبرول چې څنګه کولی شي په دولت کې د فساد او ناسمې حکومتوالۍ جرړې وباسي.

د يادې ټولنې غړی او د روان پروګرام د چارو سمبالوونکی احسان الله وايي دوی دا کار په دې موخه کړی دی چې دولت په يوازې ډول نه شي کولی چې ښه حکومتوالي رامنځته او فساد له منځه يوسي، خو د ولس په ملاتړ ښايي ټولې چارې سمې شي:

”موږ څو ورکشاپونه په مرکز ګردېز کې جوړ کړل او په ټولو ولسواليو کې مو ورکشاپونه داير کړل چې ولس له حکومت سره يو ځای د ښې حکومتوالۍ او فساد ورکاوي په خاطر اوږه په اوږه کار وکړي او ولس کولی شي دا ستونزې له منځه يوسي.“

د ياد پروګرام استاد او ښوونکی عارف الله حق پرست وايي په لرو پرتو ولسواليو او مرکز کې د مدني ټولنو ډېر فعالين او مشران په دې نه وو خبر چې ښه حکومتوالي څه ده او په اداره کې فساد څه معنی ‎، نوموړی وايي دې ورکشاپونو په خلکو مثبت اغېز کړی دی:

” په ډېرو ولسواليو او مرکز کې چې موږ د خلکو له پاره دا ورکشاپونه داير کړل، خلکو ته ډېر ګټور تمام شول، ځکه دوی په دې نه وو خبر چې فساد څه دی او د ورکاوي لارې چارې يې څه دي او يا ښه حکومتوالي څه ته وايي دا ډېر ښه پروګرام وو.“

دا چې د ښې حکومتوالۍ او فساد په مخنيوي کې د دې ډول ورکشاپونو رول څومره دی د مدني ټولنو او دولتي ادارو کارکوونکي وايي:

”عبدالمتين جليلي يم د پکتيا پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد، دا ډول ورکشاپونه د ځوانانو او مدني ټولنو د فعالينو له پاره ډېرې غوره لارې چارې لرلې، مهمه خبره ده چې د دې ډول ورکشاپونو په جوړولو سره په دې خبريږي چې دوی په حکومت څه حقونه لري او ولس څه کولی شي.“

”شفيق الله شايق يم د پکتيا پوهنتون ادبياتو پوهنځي محصل، په دې ورکشاپ کې چې د خلکو له پاره جوړ شوی و او موږ پکې برخه اخيستې وه، زما له پاره پکې مهمه خبره دا وه چې مدني فعالان د اداري فساد په وړاندې څه کولی شي او دا طريقې مو زده کړې چې ښه حکومتوالي څنګه راوستلی شو او انشاالله دا به پلي کوو.“

”زما نوم سمونمل امان الله سېلاب د امنيه قومندانۍ د عقدتي چارو مسول ، دغه سيمينارونه چې د ځوانانو له خوا جوړيږي د فساد د مخنيوي په برخه کې ډېر ښه رول لوبوي، که دا ډول نور پروګرامونه هم جوړ شي، اداري فساد به په ټول افغانستان او خاص ډول پکتيا کې محوه شي.“

مدني ټولنې په پکتيا کې د اداري فساد له منځه وړلو او ښې حکومتدارۍ رامنځته کولو دغه ورکشاپونه په داسې حال کې جوړوي چې د پکتيا ډېر خلک په دې ولايت کې په ادارو او رياستونو تور پورې کوي چې د بډو په ورکړه يې ورځنۍ چارې پرمخ بيول کيږي، د دوی په خبره په څارنواليانو او محاکمو کې د دوی دوسيې د پيسو په زور خلاصيږي.
XS
SM
MD
LG