د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني پوځ په کشمیر کې هندی سرتېری وژلی دی


د هند پوځ وایي، د دوي یو افسر د جمعې په ورځ هغه مهال ووژل شو چې پاکستاني ځواکونو په کشمير کی د اوربند له کرښې هغه غاړه په هندي عسکرو ډزې وکړي.

د کنټرول کرښه په کشمير کي د هند او پاکستان تر واک لاندې سيمې سره جلا کوي.

د هند د پوځ یوه ویاند وویل، ډزې د سرینګر ښار د جنوب لویدیځ په ۱۸۰ کیلومیټرۍ کې په پونچ سیمه کې شویدې.

هند په پاکستان تور لګوي چې کشميري جنګیالیو ته روزنه او وسلې ورکوي. پاکستان دا تور ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG