د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په خیبر اېجنسۍ کې ۲۵۰ کورونه سوځلي دي


د خیبر ايجنسۍ په لرې پرته سيمه کې وسله والو پرون څه باندې ۲۵۰ کورونه سوځلي دي.
یوه دولتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د شنبې یا خالي په شپه مشال راډیو ته وویل، سوځل شوي ټول کورونه د حکومت پلوه انصار الاسلام وسله والې ډلې دي.
په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه خبر نه شته او نه هم د دې خبر ازادو سرچینو لا پخلی کړی دی.
په دې وروستیو کې د تیرا میدان سیمه تحریک طالبان پاکستان تر خپل واک لاندې راوسته.

د دې واک له پاره د طالبانو او انصارالاسلام تر منځ خونړۍ نښتې وشوې.

په دې نښتو کې ولسي وګړي هم ووژل او ژوبل شول.

د نا کرارۍ له کبله په سلګونه کورنیو خپل کورونه پرېښودل او د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو ځایونو کې مېشت شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG